Back
دافغانستان یوجهادی شخصیت ملک زرین له 9 تنوسره یوځاى ووژل شو
Published: Wednesday, 13 Apr 2011, 00:00News ID: 4966Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ پخوانى جهادی قوماندان او د کونړ ولایت مشهور قومی مشر ملک زرین نن له غرمې مخکې د یوه ځانمرګی برید له امله له نهو نورو کسانو سره ووژل شو.
د کونړ امنیې قوماندان مل پاسوال خلیل ا....ضیایی وویل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په اسمار ولسوالۍ کې شوې
هغه زیاته کړه، ملک زرین د اسمار کلی ته له خپلو ملګرو سره پلى روان و، چې یوه ځانمرګی بریدکوونکی پرې برید وکړ او په ځان پورې ئې تړلی مواد وچاودول.
د ضیایی په وینا، په دغه ځانمرګی برید کې ملک زرین، د هغه زوى احمد شاه او اته تنه نور وژل شوی دی.
امنیه قوماندان وایی، چې په دې پېښه کې اوه تنه نور ټپیان دی، چې د ولایت مرکزی روغتون ته وړل شوی دی