په سورئې کې دترهه ګرې ډلې نیول شوی غړواعتراف وکړ چې ددغه هیوادپه ناکراریو کې بهرنی لاسونه دی المینارټیلیویژنی چینل راپور ورکړدیوې ترهه ګرې ډلې مشر آنی الکنج چې ددغې ډلې له یوشمیر غړوسره یوځای په دمشق کې په همداوروستیو کې نیول شوی اعتراف وکړ د لبنان په پارلیمان کې دسعدحریری د فریکشن دغړواحمدعوده اوجمال جراح پشمول ځینوبهرنیو لورو ورته پیسې ورکړی اودوی ئې په سورئې کې دترهه ګروعملیاتولپآره په وسلو سنبال کړی وو .آنس الکنج دغه راز ووئیل احمدعوده دوی په دمشق کې د سورئې دامنیتی مامورانوپرمرکزونودحملواوداموی جومات په وړاندې دمظاهرو دمنظمولو او دغه راز د مړواو ټپیانوعکسونه په انټرنیټ کې خپرولوته هڅول او په دې بدل کې ئې هغوی ته زیاتې پیسې او نور تجهیزات ورکړی دی دتیرې جمعې په ورځ له دمشق سره نزدې په درعا ښآر کې د ناپیژاندو کسانوپه لاس چې همدغه نیول شوی کسان هم پکې شامل وو،نولس کسان مړه او 75 نور ژوبل شوی دی