Back
علی عبدالله صالح د مشروطې استعفا وړاندی ومانه
Published: 1390/02/04 0:0News ID: 5100Source: ایرکا خبری آژانس

یمن کې واکمن ګوند د خلیج د عربی هېوادونو وړاندیز په بشپړه توګه منلى دى، چې موخه یې په هېواد کې روان سیاسی کړکېچ ته د حل لارې لټول دی.
د وړاندیز له مخې اپوزېسیون سره د تړون کولو وروسته به یوه میاشت کې دننه دننه جمهور رییس علی عبدالله صالح واک خپل مرستیال ته سپاری، چې په بدل کې به یې هغه له عدلی پلټنو څخه معاف وی.
د دغه پلان له مخې به د لاریونونو لړۍ هم پاى ته ورسېږی.
د یمن د اطلاعاتو مرستیال وزیر عبدواالجنادی د استعفا شرایط په دې ټکو وړاندې کړل:((جمهور رییس علی عبدالله صالح او د ده ګوند د دغه پلان له ټولو مادو سره هوکړه کړې ده، دا هر څه به د یمن د اساسی قانون په رڼا کې تر سره کیږی.))
نوموړی زیاته کړېه، چې جمهور رییس به د قانون د 116 مادې پر بنسټ خپله استعفا د ملی شورا غړو ته وړاندې کوی.
له دې سره هم مهاله د یمن د 7 ګوندونو مخالفې ټلوالې د یو لړ ملاحظاتو سره د دغه پلان هرکلى وکړ.
د امریکا متحدو ایالتونو د وړاندې شوی پلان د منلو په اړه د دواړو غاړو ستاینه وکړه او له سوله ییزې لارې یې د واک سپارلو غږ وکړ.
69 کلن جمهور رییس علی عبدالله صالح له تېرو 32 کالو راهسې په یمن واکمنی کوی او له تېرو 2 میاشتو راهیسې یې د حکومت پر ضد لاریونونه دی، چې په تر څ کې یې تر 120 زیات کسان وژل شوی دی.