Back
د تښتېدلو بندیانو له ډلی څخه پنځه شپیته تنه ونیول شول
Published: 1390/02/06 0:0News ID: 5126Source: ایرکا خبری آژانس

په کندهار کې ګډ افغان او بهرنی امنیتی ځواکونه توانېدلی دی چې د تېری ور ځی اوشپی په اوږدو کې د کندهار محبس څخه وړمه شپه د تښتېدلو بندیانو له ډلی پنځه شپیته تنه یې بیرته ونیسی.
سرچینی وخت ته وویل چی، یاد کسان د تېری ورځی او شپې په اوږدو کې د ښار دننه او په یو شمېر ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو له خوا د پلټونکو عملیاتو پرمهال نیول شوی او د تروریزم سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.
چارواکی وایی افغان ملی امنیتی او آیساف ځواکونو له دې پېښی څخه وروسته بی له ځنډه په کندهار ښار او ولسوالیو کې پراخ پلټونکی عملیات پیل کړل چې بې ساری ملکی ملاتړ ور سره مل دى او ښې پایلی لری.
له کندهار محبس څخه تښتېدلی ټول کسان بایمیټریک شوی دی له همدې امله امنیتی ځواکونه کولاى شی یاد بندیان په ډېره اسانۍ سره پیدا کړی.