Back
بارک اوباما: اسامه بن لادن ووژل شو
Published: 1390/02/12 0:0News ID: 5194Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما څو ساعته دمخه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خپل مخامخ وینا کې وویل، چې د دوى سرتېرو د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.
نوموړی زیاته کړې، چې د اسامه جسد د دوى د پوځیانو لاس ته ورغلى دى.
د راپورونو له مخې په دغو عملیاتو کې درې نور کسان هم وژل شوی، چې په کې د اسامه بن لادن پر زوى سربېره یوه مېرمن هم شامله ده.
اوباما ویلی، چې امریکایی ځواکونه د پاکستانی پوځ په مرسته هغه ځاى ته چې اسامه په کې پټ و ور رسېدلی.
د ده په وینا، په هغه ورځ، چې د امریکا د جمهوری ریاست پر څوکۍ کېناسته د سی آى اې مشر لیون پنیټا ته ویلی وو، چې د اسامه بن لادن وژل یا نیول د ده په لومړیتوبونو کې راځی.
جمهور رییس اوباما زیاته کړې، چې ده د دغه عملیاتو اجازه یوه اونۍ دمخه ورکړې وه.
اسامه بن لادن د هغو کسانو د لېست په سر کې وو، چې امریکا یې په لټه کې ده.
جمهور رییس اوباما ویلی، چې د دوى د پوځ یوې ډلې اسامه بن لادن هغه مهال د عملیاتو پرمهال د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې وواژه، چې په یوه کور کې پټ و.
امریکا د سیبټمبر د 11 مې څخه د مخه هم د اسامه بن لادن د نیولو په هڅه کې وه، خو د 2001 د سیبټمبر په 11 مه، چې کله په نړیوال سوداګریز مرکز او پینټاګون ترهګریز بریدونه وشول او له کبله یې تر 3000 زیات خلک ووژل شول، نو له هغې وروسته اسامه بن لادن د امریکا د تور لېست په سر کې ځاى وموند.
باید وویل شی، چې تر دې دمخه یې هم د مرګ او ژوند په اړه بېلابېلې خبرې کېدې، خو تر اوسه یې لا په اړه کره شواهد نه دی ترلاسه شوی، چې وژل شوى که ژوندى دى.