Back
امنیت شورا د بن لادن په وژل کېدو خوښی څرګنده کړه
Published: 1390/02/13 0:0News ID: 5205Source: ایرکا خبری آژانس

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په وژل کېدو خوښی څرګنده کړه او دا یې د ترهګرو پر ضد د جنګ یو مهم ګوټ پیر وباله.
امنیت شورا له ټولو هېوادونو څخه غوښتی، چې د ترهګرو د راپرزونې په برخه کې خپل فعالیتونه چټک کړی.
دغه خبره امنیت شورا د اسامه له وژل کېدو وروسته په یوې ځانګړې ناستې کې کړې ده.
په یاده ناسته کې د القاعدې د ټولو بریدونو یادونه وشوه او وویل شول، چې د هیڅ یوې نظریې تر سیوری لاندې به د معصومو انسانانو وژل کېدل روا ونه بلل شی.
شورا دغه خبره بیا تکررا کړه، چې باید ترهګری د هیڅ یوه مذهب، قوم، ټولنې یا ډلې اړوند کار و نه بلل شی او له منځه وړولو لپاره یې باید نړیوال سره په ګډه کار وکړی.