Back
ناپېژانده وسلوالو له څلورو زده کوونکو سرونه پرې کړی
Published: 1390/02/19 0:0News ID: 5278Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د خوست د ولایتی شورا استازی شفیق مجاهد وویل د خوست په موسى خېلو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو کسانو نن له غرمې مخکې د موسى خېلو په زاړه کلی کې د دوو کورنیو له څلورو زده کوونکو څخه سرونه پرې کړی دی.
نوموړى وایی، چې تر اوسه د پېښې د څرنګوالی په اړه معلومات نه لری، چې د چا له لوری به وژل شوی وی.په خوست کې د ګډې همغږۍ د مرکز مشر جنرال افسر دوست ته پېښه تاییدکړه، خو په اړه یې نور معلومات نه درلودل.
د سیمې یو اوسېدوکى احمد وایی، چې په وژل شویو کې دوه د ښوونځی او دوه نور په خوست کې د یوه شخصی پوهنتون زده کوونکی وو.
هغه وویل: ((دغه زده کوونکی په سیمه کې د (ککی) په نوم د وسلوالو طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان له خوا له حکومت سره داړیکو په تور وژل شوی دی
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دی ویلی.