Back
د افغانستان ولسمشر د هند له لومړی وزیر سره وکتل
Published: 1390/02/22 0:0News ID: 5313Source: ایرکا خبری آژانس

د اسوشیټیډ پریس خبری اژانس دراپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی په هغې مېلمستیا کې وکړې، چې نن افغانستان ته د هند د لومړی وزیر د سفر په ویاړ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې ملسمتیا کې چې لوړ پوړو افغان چارواکو هم پکښې برهخه درلوده وویل نړیوالې ترهګرۍ افغانستان، پاکستان او هندوستان له امنیتی ګواښونه سره مخ کړى، نو باید د سولې د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وشی.
هغه وویل،ترهه ګرۍ داسی یوه سپیره ښکارنده چې د افغانانو سوله، امنیت او پرمختګ یې له جدی خطر سره مخ کړی دی. خو مونږ باید دغه حالت ختم کړو او خپلو خلکو ته سوله او امنیت راولو. دا هدف د درې واړو هېوادونو په ګډه همکارۍ تحقق موندلای شی.
د هند لومړی وزیر من موهن سنګ ډاډ ورکړ، چى هېواد یې د سولې د ټینګښت په لاره کې د افغانستان له خلکو څخه په کلکه ملاتړ کوی ، او د افغانستان د خلکو د یووالی او بریالیتوب غوښتونکی دى.
من موهن سینګه ډاډ څرګند کړ، چې هند د افغانستان د خلکو ګاونډی دی او د دغه هېواد د پراختیا په لاره کې به خپلو اقتصادی ملګرتیاوو ته دوام ورکړی.
ددغه خبر له مېخ ټاکل شوی ده د هندوستان لومړی وزیر له کابل سره د څو ملیونو ډالرو مرستې اعلان هم وکړی .