ځایی امنیتی چارواکو د یوې ترافیکی پېښې له امله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د 21 تنو د وژل کېدو خبر ورکړ. د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان درانی رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار مهال د بلخ ولسوالۍ په حصارک سیمه کې رامنځ ته شوې ده. نوموړی زیاته کړه، یوموټر، چې د بلخ ولسوالۍ له ثمرقندیانو کلی څخه د ولسوالۍ مرکز ته روان و، د چپه کېدو له امله یې 21 تنه ووژل شول. د هغه په وینا، موټر د تېز تګ له امله په حصارک سیمه کې مشتاق نهر ته غورځېدلى، چې له امله یې ټول سپاره کسان پکې مړه شوی دی. د بلخ ولسوالۍ اجراییوی امر غلام سخی جعفری وویل، چې په مړو شویو کسانو کې 2 نارینه، 4 مېرمنې او 15 ماشومان شامل دی، چې د دغو ماشومانو عمرونه د یوه او پنځلس کلونو ترمنځ و او مړی یې پیدا شوی دی. نوموړی زیاته کړه، چې د وژل شویو کسانو د کورنیو د غړو د معلوماتو له مخې، لا هم دوه ماشومان په نهر کې ورک دی، چې د پیدا کېدو هڅې یې روانې دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د ترافیکی پېښو له امله په سلګونه کسان وژل شوی، چې ډېرى یې په شمالی، لویدیځ، جنوب او د تورخم کابل په لویه لاره ثبت شوی دی.