Back
طالبانو ته به دا اجازه ورنکړي چې خپلو سپیروهدفونو ته ورسیږي
Published: 1390/03/11 0:0News ID: 5524Source: ايرکا خبري آژانس

د ايرکاخبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر مرستیال محمد قسیم فهیم ددغه هیواد په شمال قندوز ولایت کښې په یوه خبري غونډه کې وویل طالبانو ته به دا اجازه ورنکړي چې خپلو سپیرو او غیرانساني هدفونو ته ورسیږي .
محمد قسیم فهیم نن وویل چې طالبانبه د مجاهدینو د قومندانانو او د جهادي شخصیتونو په وژلو سره هیڅکله په افغانستان کې بریالي نه شي.
هغه وویل د پېژندل شویو جهادي څېرو قومندان داود داود او امنیه قومندان شاه جهان نوري وژل کېدا د خلکو پر روحیې اغېز کړی خو طالبان دې پوی شي چې هیڅکله به خپلو هدفونو ته ونه رسېږي
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني ريیس یونس قانوني هم پرون ویلي و چې مارشال قسیم فهیم، د بلخ والي قومندان عطا محمد نور، عبدالله عبدالله او په خپله دی(قانوني) د طالبانو په هغه لیست کې شامل کسان دي چې باید ووژل شي.
قانوني وویل، خاص مالومات لري چې پر اساس یې طالبان د جنرال داود له وژل وروسته د دغو کسانو د ترور پلان لري.