دافغانستان په جنوب ختیځ کښې دماین په چاودنه کښې دامریکا شپږ پوځیان وژل شوی . ایرنا خبری اژانس دافغانستان د وخت خبری اژانس په قول وویل دامریکا دپوځیانو یو ټانک ددغه هیواد په جنوب ختیځ کښې دغزنی ولایت په قره باغ ولسوالۍ کښې دسړک غاړې ته په ماین چاودنې کښې شپږ خارجی پوځیان ووژل شول . ناټو په دې هکله څه نه دی ویلی . دطالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ددغه حملې ذمه واری پرغاړه اخستی ده . دوران میلادی کال له پیل راهسې تراوسه په افغانستان کښې څه دپاسه دوه سوه خارجی پوځیان وژل شوی .