Back
په کندهارکی 31تنې قابله ګانی فارغه شوې
Published: 1390/03/25 0:0News ID: 5706Source: ایرکا خبری آژانس

په کندهارکی دمیرویس روغتون اړوند دروغتیایی زده کړو له مرکزڅخه په اوومه دوره کې 31 تنې قابلې فارغې شولې.
په داسی حال کی ،چی دعامی روغتیاریاست مسولین دلته په کندهارکی دښځینه ډاکټران دنه شتون له امله دزېږون پرمهال دمېندو دمړینی دکچی دلوړوالی خبرورکړى و.
دمیرویس روغتون دروغتیایی زده کړو دمرکزمسوله ډاکټرنسرین بارګزى وایی،چی یادو 31 تنو قابله ګانو ته ددوو کالوپه ترڅ کی په بېلابېلو برخو کی زده کړی ورکول سوی دی.
هغې زیاته کړه،تردې وړاندی یې په بېلابېلوبرخو کی 180 تنې قابله ګانی فارغه کړی.
هاخوابیا دعامی روغتیامرستیال ډآکټراحمدالله فیضی وایی،چی په نژدې راتلونکی کی به دروغتیایی زده کړویوبل مرکز،چی 70 سلنه کاریې بشپړسوى ګټی اخیستی وړاندی کړی.
هغه په ورته وخت کی وویل،چی دعامی روغتیا وزارت دلته کندهارکی ډاکټرانو اوقابله ګانو ته دمعاشونو دورکولوناسم حالت رامنځته کړی،چی دلته یې دقابله ګانواوډاکټرانو دکارکولوکموالى رامنځته کړى.
که څه هم په هرو دووکلونو کی زیاتی قابله ګانی دروغتیایی زده کړو له برخه کی روزل کیږی،خو لااوس دلته په کندهارکی دښځینه روغتیایی کارکوو
دیادونی وړده،چی تردې وړاندی په شپږمه دوره کی هم 89 قابله ګانی دروغتیایی زده کړو وروسته فارغه سوې و،