Back
پاکستان یو ځل بیا پر کونړ توغندیز برید کړی
Published: 1390/04/06 0:0News ID: 5828Source: ایرکا خبری آژانس

ننګرهار کې دسرحدی پولیسوقومندانۍ وایی چې تیره شپه یوځل بیا دپاکستان له خاورې دکونړ ولایت په ځینو سرحدی سیمو باندې توغندیز بریدونه شوی دی .
په ختیځ کې دسرحدی پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل رسنیو سره خبروکې ویلی ، چې د دغه توغندیزو بریدونوپه ترڅ کې پنځه تنه عام وګړی وژل شوی اوپنځلس تنه نور ټپی شوی دی.
دوی وایې که څه هم دوی دیادې مسئلې په اړه افغان دولت ته وړاندیزکړی ، خوتردې دمه پورې په دې اړه مرکزی دولت له لوری کوم ځانګړی اقدام نه دی شوی.
داپه داسې حال کې ده چې پرون هم دسرحدی پولیسو قومندان دیوې خبری ناستې پرمهال ویلی وو چې یادې پیښې دکونړمیشتوخلکولپاره سرخوږی پیداکړی دی .
ددی ترڅنګ په کونړکې دنړیوال ځواکونه وایی دتیرو دریو ورځوراهیڅې دکنړ ولایت په ځینو سیموکې چاڼیز عملیات شوی دی.
په بګرام هوایی ډګر کې د نړیوالو ځواکونو مطبوعاتی چارواکی وایی چې ، دوی دتیرو دریو ورځو راپه دیخوایی دکنړولایت په وټپورولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړی.
دوی زیاتوی چې دیادو عملیاتو په ترڅ کې دیرش تنه وسلوال طالبان وژل شوی اویوشمیر نوریې ژوندی نیول شوی خوکره شمیره یې معلومه نه ده .
دنړیوالوځواکونومطبوعاتی دفتروایی چې په دغو عملیاتوکې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ، نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمیره یې معلومه نده .
دوی وایی چې ، ددغو عملیاتو پرمهال ددولت د مخالفې وسلې ډالو یو زیرمتون هم د نړیوالو ځواکونو لخوا کشف او لمنځه وړل شوی دی.
دهیوادپه ختیځ کې دملی اردو د 201 قومندانۍ دلمړۍ لوا دمطبوعاتی مسوول شعیب خان رسنیوته وویل چې ددغوعملیاتوپرمهال چی موخه یی د وسله والو به شتون څخه د وټپورولسوالۍ پاکونه ده .
نوموړی زیاته کړه چې په یاده نښته کې دملی اردو دوه سرتیری ټپیان شوی ،دنړیوالوځواکونوسرتیروته هم مرګ ژوبله اوښتی چې دقیقه شمیره یی په لاس نلری.
هغه زیاته کړه چې ، په یاده نښته کط 37 وسله وال طالبان هم وژل شوی دی ، چې په هغو کې بهرنی طالبان هم شامل دی.
دا په داسې حال ، ده چې تیره ورځ په ننګرهار کې د سرحدی پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل په یوه خبری غونډه کې ویلی وو چې دتیرو دوو میاشتو را هیڅې د پاکستان له خاورې په ننګرهار او کونړ باندې خوا او شا 500 توغندی توغول شوی چې له امله یې 37 ملکی وګړی مړه شوی او 30 تنه د پولیسو په ګډون ټپیان شوی دیږ