Back
امرخیل استعفاورکړه خو ونه منل شوه
Published: 1390/04/09 0:0News ID: 5862Source: ایرکا خبری آژانس

دختیځو ولایتونو د سرحدی زون قومندان جنرال امین الله امرخیل استعفا ورکړه، خو د کورنیو چارو وزارت لخوا نه ده منل شوې.
چارواکی وایی چې د امرخیل د استعفا اصلی لامل د پاکستان د بریدونو په مقابل کې د افغان دولت د غبرګون نه ښودل دی .
د ختیځو ولایتونو د سرحدی زون ویاند ادریس مومند وویل :«دختیځو ولایتونو د سرحدی زون قومندان جنرال امین الله امرخیل نن ددې په خاطر خپل استعفا وړاندې کړه چې ، افغان دولت د هغه خبرو ته غوږ نه ږدی او د پاکستان د بریدونو په مقابل کې چپ پاتی دی.»
هغه زیاته کړه چې ، له تیرو دوو میاشتو راهیڅې پاکستانی پوځیان پر افغان خاوره بریدونه کوی خو افغان دولت دوی ته دا اجازه نه ورکوی چې ځوابیه بریدونه وکړی.
هغه زیاته کړه چې ، امرخیل څو وارې مرکزی دفتر ته وویل چې که ددوی وړاندیز چې ځوابیه برید دی ونه منل شی دی استعفا ورکوی خو مرکزی دولت یې خبرو ته پام نه کوو چې بالاخره دی مجبور شو چې نن یې استعفا ورکړه.
هغه زیاته کړه چې ، د امرخیل د کورنیو چارو وزارت لخوا نه ده منلی شوې.
په دې اړه مو څو وارې له کورنیو چارو وزارت سره تماس ونیو خو بریالی نه شو.
دیادونې وړ ده چې ، له دوو میاشتو لاهیڅې د پاکستان له خاورې د ننګرهار په ځینو سرحدی سیمو او کونړ په ننګلام، شیګل،خاص کونړ او ځینو نورو سرحدی سیمو باندې خو او شا 550 توغندی توغول شوی چې د چارواکو په وینا تر دې دمه یې اتیا ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولې .
جنرال امرخیل چې د خیتځو ولایتونو د سرحدی زون قومندان دی ، څلور ورځې وړاندې ویلی وو چې دوی برید ته آماده دی او که چیرته مرکزی دولت ددوی خبرو ته پام نکوی نو دی حاضر دی چې استعفا ورکړی .
پاکستان په افغانستان کې په لاس وهنو تورن هیواد دی چې اوس مهال یې دا لاس وهنې مستقیم شکل ځانته غوره کړی، او ډیرۍ تروریستان چې افغانستان ته راځی په پاکستان کې روزل شوی وی.