Back
ویسا: احمدولی کرزى خپل ساتونکی وژلى
Published: 1390/04/21 0:0News ID: 5982Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار والی وایی، چې د جمهور رییس حامد کرزی ورور او د کندهار د ولایتی شورا رئیس احمد ولی کرزى د سردار محمد په نامه د یوه افسر لخوا، چې له شاوخوا اوو کالو راهیسې یې ددوى د کورنۍ ساتنه کوله وژل شوى دى.
د کندهار والی توریالی ویسا یوې خبری غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې هغه نن سهار لس بجې او شل دقیقې په خپل کور کې هغه وخت ووژل شو، چې یاد ساتونکی پرې د تمانچې برید وکړ.
هغه وویل، بریدکوونکو د دوى د کورنۍ د لویې لارې د ساتونکو پولیسو قوماندان او ګڼ شمېر پولیس یې درلوده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق وویل، د احمدولی کرزى دغه ساتونکی دغه کار دبهرنیانو په لمسون کړی،خو هغه دکوم هیواد نوم وانه خیست.
هغه زیاته کړه،چی یاد تن ددوئ کورنۍ ټولی امنیتی چاری سمبالوې، خو یادبرید یې په داسی مهال ترسره کړی،کله چی هغه داودس تازه کولو څخه راووت.
دده په وینا،چی برید کوونکی په هم هغه ساعت وژل سوى.
جنرال رازق همداشان وویل،چی دیاد برید څخه وروسته یې دهغه نور ساتونکی نیولی،چی دده په وینا کېداى سی په یاد پلان کی لاس لری.
وروسته دبرید کوونکی مړى دکندهارښارپه چهارسو سیمه کی راوځړول سو.
دیادونی وړده،چی احمد ولی کرزی دولسمشر حامد کرزۍ کشری ورور و،چی دکندهار دچارواکو په وینا ترډېره حده یې دکندهار امنیت دګواښ څخه ژغورلۍ و.