Back
احمدی نژاد کرزی ته د ډاډګیرنې پیغام واستاوه
Published: 1390/04/22 0:0News ID: 6008Source: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی ایران ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته د هغه د ورور د وژلې په اړه د ډاډګیرنې پیغام واستوو .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن د افغانستان ولسمشر حامدکرزی ته یو پیغام واستاوه چې پکې په یوه ترهه ګر برید کې د هغه د ورور او د قندهار دولایتی شورا د مشر احمدی ولی کرزی د وژلې په اړه تسلیت ویل شوی او راغلی دی دغه ناځوانمرګه اقدام یو ځل بیا په بیلا بیلو ډولونو له نا آمنیو او دترهه ګرۍ له کورنیو او بهرنیو عواملو سره د مبارزې اهمیت زیاتوی .
که څه هم ددغه ترور پړه طالبانو په غاړه اخیستی ، خو شناندی د احمد ولی کرزی په ترور کې د بهرنیو عواملو د رول د احتمال خبر هم ورکوی .