د فرانسی د خبری اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه بیانیه کې وویل په افغانستان کې سختې ګرمۍ او وچکالۍ ته په پام سره دغه هیواد راتلونکی ژمی د خوړو له سخت کمښت سره مخ دی او دغه چاره له دری ملیونو زیاتو افغان ماشومانو ژوند ګواښی . د افغانستان حکومت هم اټکل کړی دی ددغه هیواد کرهڼیز محصولات د تیر کال په پرتله 28 سلنه کم دی .