Back
دکرزی فاتحه په کابل ولایت کې ترسره شوه
Published: 1390/04/25 0:0News ID: 6033Source: ایرکا خبری آژانس

د احمدولی خان کرزی د مړینی له امله د کابل ولایت په مقام کې د قرانکریم د ختم او فاتحې مراسم نن ترسره شو.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کابل ولایت له مطبوعاتی دفتر څخه ایرکا خبری آژانس ته را رسیدلې لیکل شوی دی چې ،داحمدولی خان کرزی فاتحه د کابل ولایت مقام او رهبری هییت، 101 اسمایی زون قومندان او مسولینو، کابل ولایت د استیناف محکمې رییس او اعضاوو، کابل ولایت ولایتی شورا رییس او اعضاوو او د ولایت د اړونده ادارو لخوا واخستل شوه.
خبر پاڼه زیاتوی چې په سرکې د عظیم الشان قران حکمی ختم وشو او داحمدولی خان روح ته دعا وشوه.
کابل والی احمدالله علیزی،ولی کرزی د یو ملی شخصیت په توګه یاد کړ اود هغه په فعالیتونو یې رڼا واچوله چې د ملی وحدت، دولت د استحکام او ولس ته یې د خدمت په موخه ترسره کړی وو.
کابل والی د شهید احمدولی خان کرزی مړینه یو ستره ملی ضایع وګڼله او خپل دتسلیت مراتب یې د کابل ولایت په استازیتوب د هیواد ولسمشر او ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړ.
د 101 اسمائی زون قومندان ډګرجنرال محمدایوب سالنګی هم د احمدولی کرزی په شخصیت خبرې وکړې.
101 اسمائی زون قومندان ددې زون د مسولینو په نماینده ګۍ د تسلیت مراتب ولسمشر حامدکرزی او د کندهار ټولو خلکو ته وړاندې کړ،غونډه په دعایه پای ته ورسیده .
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په پکیتا کې ، او تیره ورځ د ولسمشرۍ په مانۍ کې هم د ولی کرزی د فاتحې مراسم اخستل شوی وو.