Back
د هرات ښار امنیت هم نن افغان ځواکونو ته سپارل کېږی
Published: 1390/04/30 0:0News ID: 6102Source: ایرکا خبری آژانس

ټاکل شوې، چې د هرات ولایت د مرکز امنیتی مسوولیت نن افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
د هرات د والی مرستیال اصیل الدین جامى نن د (چنګاښ په 30مه) وویل، ټاکل شوې، چې افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږ په اړه نن په دغه ولایت کې دوه ځایه مراسم ونیول شی.
هغه زیاته کړه، چې لومړى به د دغه ولایت د هوایی ډګر په ملکی برخه کې، د امنیتی مسوولیتونو د لېږد د پروسې د مسوول اشرف غنی احمدزی، د دفاع، د اوبو او انرژۍ، اقتصاد او د کرنې وزیرانو، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال، د ایساف د استازو او د هرات د مخورو او قومی مشرانو په ګډون مراسم جوړېږی.
د جامی په وینا، دویمه غونډه به د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ د ظفر قول اردو په قرارګاه کې جوړه شی او د افغان او ایساف د نظامی چارواکو د وینا ترڅنګ د هرات امنیتی مسوولیتونه به له ایټالیوی ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
د هرات ولایت مرستیال په دغه ولایت کې د امنیتی وضعې په اړه وویل، چې افغان ځواکونه په دغه ولایت کې پر وضعې پوه دی او په ټولو سیمو کې لازمې اماده ګۍ نیول شوې او ستونزه وجود نه لری.
ایټالیا په دغه ولایت کې شاوخوا د 3880 سرتېرو په درلودو سره د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د 12نورو هېوادونو د ځواکونو قوماندانی هم پر غاړه لری.
تر اوسه د افغانستان په لوېدیځ کې د دغه هېواد 38سرتېری د بېلابېلو پېښو له امله وژل شوی دی.
افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد لړۍ د روان کال په پیل کې د ولسمشر کرزی له خوا اعلان شوه.
ولسمشر ویلی و، چې په لومړی پړاو کې به افغان ځواکونو ته د اوو سیمو د امنیت مسوولیت وسپارل شی او د 2014 زېږدیز کال تر وروستیو به د ټول هېواد مسوولیت په خپل واک کې واخلی.
د امنیتی مسوولیتونو لېږد د روانې اونۍ په پیل کې له بامیانو پیل او تر اوسه د بامیانو، مهترلام ښار او د لښکرګاه امنیتی چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دی.