Back
داورزګان دوالی په دفتر کی نښته روانه ده
Published: 1390/05/06 0:0News ID: 6178Source: ایرکا خبری آژانس

دارزګان دوالی په دفتر اوامنیې قومندانۍ کې وسله واله نښته روانه ده.
دارزګان دامنې قومندانې یوتن امنیتې چارواکې چې غوښتل نوم یې په ډاګه نشی وخت خبری آژانس ته وویل چی یاده نښته څه باندی 20 دقیقې مخکې د ارزګان په ولایت مقام کې دننه دوالی پردفتر اوامنیې قومندانۍ کې د ننه رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاته کړه چې نښته لا اوس هم روانه ده چی په پایله کی دری ځانمرګی برید کونکی وژل شوی او څلورنور لا اوس هم مقاومت کوی.
سرچینه زیاته وی په یاده نښته کې تر دی مهاله درې تنه وسله وال دپولیسو له لوری وژل شوی او 4تنه نور چې ژوندی پاته دې دپولیسو سره په جګړه بوخت دی.
یادی سرچینې دپولیسو لوری ته داوښتی مرګ ژوبلې په اړه ناخبری وښوده.
دوسله ولو طالبانو په ګډون ددولت هیڅ یوې مخالفې ډلې تردی مهاله رسنیوته په دی اړه څه نه دی ویلی.