Back
دروژی مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ
Published: 1390/05/10 0:0News ID: 6208Source: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا

دروح خوشحالونکی اوتازه کونکی باد را الوتی له لارې نوې بلنه شوې ده دخدای ج ملمستیا پیل شوې ده .
دادی دوستانو یوځل بیا دقران کریم دنازلېدواو دخدای ج درحمت په میاشت کې یو دروژی مبارکه میاشت انسانانوته ډیر ارزښتمن فرصتونه ورکوی ترڅو پدې میاشت کې دخدای ج عبادت وکړی اودهغه په رڼاسره خپل ځان اوباطن ته نوره روښنایی وروبښی اوددې مبارکې میاشتې له راتلوڅخه خوښ اودخدای ج شکر اداء کړی .
پریږده چې ددې مبارکې میاشتې ، لمانځه اونورو نیکو کړنوپه ترسره کولوسره ددې مادی نړی په سوزنده او ګرمه دښته کې خپله تږې روح به اوبو موړکړو .
په پیل کې له رسول اکرم ص سره همژبی کیږو هغه مبارک به چی کله دروژې مبارکه میاشت لیدله دقبلې په لور له درېدا وروسته به یې لاسونه پورته کړل او داسې به یې فرمایل :
خدایه دروژې مبارکه میاشت راورسېده دروژی میاشت چې قران دې نازل کړ اوهغه خلکوته دهدایت روښانه بېلګه او پریکړنده تړون زما لپاره بختور کړه اوماته په روژې نیولو او لمانځه کولو توفیق راکړه او راته قبول یې کړه .
هې پروردګاره دغه میاشت د امن امان ، سلامتی اوپراخه روزی سبب کړه اوخدایه ستونزې مشکلات ،دردونه او ناروغی لرې کړې
اې پروردګاره خدایه ماته روژه اودعبادت لپاره پاڅېدل دقرانکریم تلاوت پدې میاشت کې راپه برخه او بختور کړی اې خدایه ماته په دې میاشت کې روغتیا او سلامتی راکړی
مهربانه څښتن تعالی ج له ځان سره دانسان درابطې او اړیکې لپاره ډیرې لارې بیان اوپیداکړې دی .
چې هرڅوک کولای شو دهغه دعمل په سیوری کې له هغه سره مینه او محبت حاصل کړی اودهغو له نږدې دوستانو څخه شی .
چې له دې لارو څخه یوه لار هم روژه ده .
انسان دروژې په نیولوسره دملائکو ښه صفتونه ترلاسه کوی ځکه چې ټول شهوتونه او نفسی غوښتنې له پامه غورځوی اوپه خپل نفس باندې په بریالیتوب اوغلبې سره نیک صفتونه او خصلتونه حاصلوی اودخدای ج در ته نږدې کیږی .
په حقیقت کې دانسان لپاره په روژه کې ښه معنوی اوروحانی حالت راځی چې له روژې پرته په نورو میاشتوکې ډیر کم تحقق مومی .
چې له همدې امله ددین لارښودی خپل پیروان درژې نیولو ته هڅوی .
رسول اکرم ص فرمایی :
هغه څوک چې دروژې په میاشت کې روژه ونیسی اوخدای ج ته دنږدې والی په موخه سترګې ،غوږونه او نور بدن له ناروا کړنو غیبت دروغ ویلو څخه وساتی دخدای ج درګاه ته نږدې کیږی
دژوندانه په لوړو ژورو کې دستونزو او مشکلاتو څخه خلاص منطقی ، سالم اوارامه ژوند دهر هوښیارانسان غوښتنه ده .
خو ولې دغې ارزښتمنې موخې ته رسېدل زمونږ لپاربرابر او اسانه ندی؟
داهغه پوښتنه ده چې دژوندانه دمهارتونو په نامه دموضوع په مطرح کولو سره هغه ته ځواب ورکول کیږی .
نږدې له څلورو لسیزو راهیسې دروانشناسی او ارواح پیژندنې په ادبیاتوکې دنړی په کچه دژوندانه دمهارتونو زده کړه له اوله سره حتې له لومړیو زده وړاندې ورته سخته پاملرنه نیول شوې ده
دغه پړاو دعامه اوخاصو مهارتونوپه دوو ډلو لکه له ځآنه خبرتیا ، هم زړیتوب ، اغیزمنې اړیکې ، دقهر او غوصې کنټرول ، له منفی کړنوسره مقابله اوخاصومهارتونو لکه له واده مخکې او وړاندې زده کړې ، دناورین اداره کول اوروانی ستونزو څخه دمخنیوی په موخه دتدریس په توګه اجراکیږی .
له نورو سره اړیکه نیول ددې مهارتونو له جملې اودغه روز دانسان دبشپړتیا او توانمندی نښه ده .
اغیزمنې او نیکې اړیکې نیول داستعدادونو دغوړېدا اوپه ژوندانه کې آرامی ته درسېدو دکیفیت دښه والی لامل کیږی چې له همدې امله په دینی زده کړو کې داغیزمنې اړیکې په مهارت ټینګار شوی دی او دانسانانو ترمنځ داړیکو دټینګېدا ترټولو غوره لاره خبرې اترې او کلامی ارتباط دی .
مهمه داده چې انسان دکلامی ارتباط ښه وړتیا ولری نوکولای شی چې په اسانی اوښه ډول له دې ډول اړیکې او ارتباط څخه ګټه پورته کړی .
قرانکریم چې دژوندانه کتاب دی دکلامی ارتباط لپاره یې اغیزمن مهارتونه وړاندې کړی دی چې مونږ به ددې پروګرام په برخوکې هغه وڅیړو .
په قرانکریم کې داړیکې اوارتباط لومړنی مهارت له نرمو او ښو الفاظو استعمال دی .
که چیرې زنږ خبرې یا کلامی ارتباط په مثبتو او آرام بښونکو کلمو باندې پیل شی نو دارتباط او اړیکې دوام به ددواړو لورو لپاره خوښونکی او په زړه پورې وی اودغه راز ددوو لورو ترمنځ منفی اوبیکاره خبرې دګډوډی او ناخوښی لامل کیږی
قرانکریم دخبروپه پیل او پای ته رسولو کې په یوه ایت شریف کې د سلام ورکولو سپارښتنه کړې او سلام یې دکسانوپه منځ دیوې مثبتې او روح ارامونکې کلمې په توګه په نیکی سره یادکړی دی .
خدای ج دانعام سوره په 54 ایت کې فرمایی
ژباړه :
هغه کسان چې زما په ایتونوایمان لری اوتا ته راځی هغوی ته ووایه پرتاسې دسلام وی
په قرانکریم کې له مومنانو غوښتل شوی کله چې څوک دچا کورته ورځی نو دننوتلو اجازه دوغواړی دسلام په وړاند کولوسره دې دوستی څرګندونه وکړی
خدای ج دنورسورې په 72 یم ایت کې فرمایی:
ددې ایت پښتوژباړه پدې ډول ده :
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی له خپل کوره پرته دبل چاکورته ترهغې مه ننوزی چې ترڅومو اجازه نه وی اخیستې اودهغې کورنی کسانوته سلام واچوی .
هرانسان په ژوند کې له ځانه سره اندیښنه ، ویره او پریشانی لری اوله هرهغه غریب کس سره هم چې چلند کوی که څه هم چې دهغوی له لوری ورته دزیان احتمال هم وی نوپه یوه ډول نه په یوه ډول هغه له اندیښنې سره مخامخ کیږی چې ددې اندیښنې دله منځو ړو یوحکمت هم په سلام کې دی ترڅو چې انسان دارمی احساس وکړی چې ډاډه شی چې په امن امان کې دی .
نوپردې اساس له یوبل سره په لومړی مخامخ کېدنه کې هغه څه چې مسلمانان یې بایدرعایت کړی هغه په سلام سره مقابل لوری یا مخاطب ته ارامښت او امنیت ورکول دی په ځانګړې توګه په تیره بیا په هغه وخت کې چې له چاسره په لومړی ځل مخامخ کیږی او وینی باید حتما سلام ورته واچوی .
له دې سربیره سلام دخپلوانواو مومنانوترمنځ ددوستی او خپلولی دټینګتیا لامل کیږی
له دې فرصته ګټه پورته کوو اوخپل ترټولو ښه دروداوسلام تاسې عزیزانو وړاندې کوی
دنهج البلاغه کتاب دحضرت علی ع دارزښتمنو خبروه یوه لویه ټولګه ده چې هغې حضرت ع دخطبو ، لیکونو، حکمتونو ، او ژورو معارفو په چوکاټ کې بیان کړی دی .
دامام علی ع ځینې خبرې دمخلوقاتو دښکلا او تازه والی بیان دی .
دهغه حضرت ع له نظره په ډیره ښکلې بڼه ډځمکې اسمان ، دریابونو پیدایښت دشپې ورځې بدلون اوراتلل اوپه رنګ ، نژاد ژبې کې دانسانانوترمنځ دمخلو ق دخالق دعلم او تدبیر دقدرت څرګندونه کوی .
چې هر حقیقت غوښتونکی انسان خپل یواځنې ځان ته راکاږی .
دې پروګرام پدې برخه کې مو له دې ښکلاوو څخه موځینې تاسې ته ټاکلې چې اورېدلوته یې ستاسې پام راغواړو .
دامیرالمؤمنین په یوه خطبه کې راغلی چې که چېرې خپل فکر په کار واچوی ترڅو دپیدایښت او هستی په راز پوه شی نو په روښانه دلایلوسره به درته ووایی چې دواړه مږیتون پیداکونکی دخرما دونې دهمغې لویې ونې پیداکونکی دی . که چیرې دخدای ج په مخلوقاتوکې دهریوه په اړه ځان ځانته فکر وکړی اوهغه اختلافونه او پیچلی توپیرونه چې دخدای دهرې حیاتی ښکارندې په پنځون کې نغښتی ...... نو فکر وکړه په لمر سپوږمی ، ونې ګیا ، اوبو اوتېږې ، دشپې ورځې په اختلاف ، دسمندرونوپه څپاندوالی ،دغرونوپه لویوالی لوړوالی ،دلغاتو په بیلابیل والی اودژبو په توپیرکې چې داټول دخدای ج دقدرت څرګندې او واضح نښې دی .
پس افسوس دهغه چا په حال چې ددې چارو ټاکنونکی نه منی او له تدبیره یې انکارکوی
دروژې په میاشت کې دروژې مهمه فلسفه ځان جوړونه ده چې دتربیې او ځان جوړونې لپاره ترټولو ښه دوران زلمیتوب دی ځکه چې دځوانانو په زړونوکې بدیو اوبدو عادتونو ځای نه دی نیولی اودهغه په زړه کې دفطرت ډیوه نده مړه شوې .
اوپدې دوره کې لا بدو عادتونو ریښه نده زغلولې چې له همدې امله له هغه سره مبارزه اسانه ده .
ځوانان کولای شی له دې لوی امتیازڅخه په ښه توګه ګټه پورته کړی .
امام خمینی ره تل دځوانی په دوران کې داصلاحاتوپه راوستو باندې ټینګار کاوه
نوموړی په خپله یوه بیانیه کې فرمایی چې ترټولو لوی جهاد له خپل شیطانی نفس سره مبارزه کول دی تاسې ځوانان باید له همدې وخته پدې جهاد پیل وکړی مه پریږدی چې دځوانی ځواک او قوت موله لاسه ولاړشی .
هرڅومره چې دځوانی قوه له لاسه ووزی په همغه اندازه په انسان کې دفساد ریښه زیاتیږی او جهاد ستونزمن کیږی ځوان ډیر زرکولای شی بریالی شی او بوډا په اسانی سره بریا نشی ترلاسه کولای مه پریږدی چې دخپل حال دځوانی داصلاح وخت مو بوډا توب ته پاتې شی