
د فارس خبری اژانس د راپور له مخې وروسته له دې چې څو ورځی مخکې د انګلستان د تاتنهام ښار پولیسو یو اعتراض کوونکی وواژه پرون د لندن د دری ورځنیو اعتراضونو په پایله کې بل انګریز ځوان په شکمن ډ ول ووژل شو .
ددغه خبر له مخې ددغو مظاهرو او اعتراضونو لمنه نوره هم پراخه شوی او ویست میډلنز کې یو ګاډ ی په دریوو معترضانو ورختلی او هغوئ یې وژلی دی . که څه هم پولیسو په دې اړه د څیړنو ژمنه کړی خو ، دې اقدام د خلکو غوسه نوره هم راپارولی ده . پولیس وایی دا درې کسان آسیایان وو او په خپل ګاونډ کې یې د شتمنیو ساتنه کوله.
په مرکز لندن ښار کې د لارو او کوڅو کې سلګونه عسکر ځای پر ځای شوی او یوازې په لندن ښار کې یې 768 کسان نیولی او 111 پولیس هم ژوبل شوی دی.
ددغه خبر له مخې د انګلستان مرکزی بانک هم له دغو اعتراضونو وروسته زیان کړی دی .
له بلې خوا د فرانسی ولسمشر نیکلای سارکوزی هم له دې ویری چې د انګلستان د خلکو د اعتراضونو څپی پاریس ته ونه غځیږی او اقصتادی ناورین د دغه غاړه ونه نیسی خپلی داوړی رخصتۍ نیمګړې پریښې او خپل هیواد ته ستون شوی دی .