Back
د افغانستان دویشلو لپاره د انګلستان طرحه اشوا شوه
Published: 1390/05/24 0:0News ID: 6360Source: ایرکا خبری آژانس

د ایرکا خبری آژانس د راپور له مخې د کابل ویسا ورځپاڼې د موجودو سندونو پر اساس اشوا کړه د انګلستان د محافظه کار ګوند غړی توبیاس الووډ په یوه پټ یادښت لیک کې د افغانستان د نوی جوړښت لپاره یوه پټه طرحه برابره کړی ده .
ددغه طرحې له مخې چې ټاکل شوی ده په 2014 میلادی کال کې اجرا شی ، ددغه هیواد سیاسی او اقتصادی سیسټم بدلیږی او دغه هیواد په اتو ایالتونو ویشل کیږی چې مرکزونه یې کابل ، قندهار ، هرات ، مزارشریف ، قندوز ، جلال آباد ، خوست او بامیان وی .
دغه انګریز د افغانستان دویش په طرحه کې وړاندیز کوی چې دغه اته ایالتونه دې د بهرنیو هیوادونو په نیغ په نیغه لاسوهنو سره جوړ شی چې د افغانستان لپاره به په ولسمشر سربیره لومړی وزیر هم وټاکل شی .
په دغه طرحه کې راغلی دی یو شمیر سیمې باید طالبانو ته وسپارل شی .
ددغه راپور له مخې که څه هم افغان حکومت تراوسه د انګریزانو د دغې طرحې په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی خو لندن په دې اړه د ولسمشر کرزی د غبرګون اندیښنه لری او هغه ته یې یو امتیاز پکې دا ټکلی که له نوموړی طرحې سره موافقه وکړی نو ددریم ځل لپاره هم دولسمشر په ټاکنو کې ګډون کولای شی .
د ا په داسی حال کې دی چې د افغانستان ولسمشر تیره اونۍ وویل د دریم ځل ولسمشرۍ لپاره ځان نه کاندیدوی .