Back
په افغانستان کښې دامریکا سفیر له خپل دریځ شاتګ وکړ
Published: 1390/05/24 0:0News ID: 6362Source: ایرکا خبری آژانس

امریکا چې دبن په دوهم کانفرنس کښې یې د طالبانو ډلې شتون منتفی بللی وو په یوه سیاسی شاتګ کښې وویل په بن کانفرنس کښې دطالبانو شتون دافغانستان دحکومت له نظر سره اړه لری ..
ایرکا خبری اژانس وایی په کابل کښې دامریکا سفیر رایان کروکر دافغانستان له یوه خصوصی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دخپلو تیرو څرګندونو خلاف ورزی وکړه او ویې ویل دبن په دوهم کانفرنس کښې دطالبانو دګډون په باره کښې باید دافغانستان حکومت فیصله وکړی .
دامریکا سفیر په داسې حال کښې دبن په دوهم کانفرنس کښې دطالبانو کډون دافغانستان دحکومت له غوښتنې سره اړونده بللی چې هغه دوې اونۍ وړاندې په یوه خبری کانفرنس کښې په ډاګه ویلی وو چې طالبان دبن په دوهم کانفر نس کښې دګډون حق نلری .
دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی هم دامریکا دسفیر دڅرګندونو په غبرګون په یوه خبری کانفرنس کښې دبن په دوهم کانفرنس کښې دطالبانو شتون دافغانستان دحکومت د شرطونو له منلو سره اړونده وباله .
دافغانستان خارجه وزیر هم په مشرانوجرګې کښې ورته وینا وکړه .
دبن دوهم کانفرنس به دروان میلادی کال ددسمبر میاشتې په 15 نیټه دجرمنی په بن ښار کښې ترسره شی او په دغه کانفرنس کښې به دبیلابیلو هیوادونو او موسسو نوی استازی ګډون وکړی .