د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پروان د ولایت پر ودانۍ پرونی بمی بریدونه وغندل او هغه یې د افغانانو د دښمنانو ناځوانۍ کار وباله. کرزی پردې برید د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، د افغانستان دښمنان آن د روژې په مبارکه میاشت کې هم دده په وینا له بې ګناه خلکو سره له دښمنۍ لاس نه اخلی. د وروستیو رسمی رپوټونو له مخې، د پروان ولایت پر ودانۍ په برید کې 16 تنه ووژل شول او 30 نور ټپیان شول. د پېښې ډېری قربانیان ولسی کسان ښودل شوی دی او طالبانو ددې پېښې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی. د پروان ولایت پر ودانۍ برید په افغانستان کې د بریدونو او تاوتریخوالو د زیاتېدو ښودنه کوی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلکو تمه درلوده چې د روژې په مبارکه میاشت کې به بریدونه ودرول شی. د سیاسی کارپوهانو په باور، په افغانستان کې د خونړیو تاوتریخوالی له زیاتېدو او دوام څخه یوازې امریکا او ناټو ګټه پورته کوی. ځکه د افغانستان دولت د ناټو او امریکایی عسکرو څخه د امنیتی چارو د سپارلو ددویم پړاو لپاره ځانونه چمتو کوی. د خونړیو تاوتریخوالو زیاتېدل د امریکا او ناټو لپاره دا موکه برابروی چې د دولتی مرکزونو د امنیت په خوندیتوب کې په پاتې راتلو باندې د افغانستان ددولت په تورنولو سره، د افغانستان پوځ او پولیسو ته ددې هېواد د امنیتی چارو سپارل وځنډوی. له پاکستان سره په پوله پراته کونړ ولایت ته د امریکایی عسکرو بیا ستنېدل چې د مرګ په دره مشهور دی په همدې اړه د پام او غور وړ دی. سربېره پردې، په افغانستان کې د نا امنیو دوام په دې هېواد کې د لویدیځو کړیو د ځینو برخو د پلی کېدو لپاره طرحې برابروی او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښی. په همدې اړه لویدیځو رسنیو ته د بریتانیا د پارلمان د یوه غړی د پټو یادښتونو اشوا کېدل پر اتو سیمو د افغانستان د ویشلو د طرحو ښودنه کوی. په افغانستان کې چاپېدونکې ویسا ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ددې مطلب په خپریدو سره ددې استازی نوم ((ټوبیاس ایلووډ او د نوموړی د طرحې نوم یې د سی طرح ښودلې ده چې له 2014 میلادی کال وروسته په پام کې نیول شوې ده. د ویسا دلیکنې له مخې، په دې طرح کې افغانستان پر اتو سیمو ویشل شوی دی چې مرکزونه یې، کابل، کندهار، هرات، مزار شریف، کندوز، جلال اباد، خوست او بامیان ښودل شوی دی چې د یوې شورا له خوا به اداره کېږی. د بریتانیا د پارلمان د استازی ددې طرحې له مخې، دغه شورا به د مختلفو قومی ډلو له استازو جوړه وی او په هره سیمه کې به یو یا څو بهرنی هېوادونه مستقیمه لاسوهنه ولری. د بېلګې په توګه، مزار شریف به د روسیې او جرمنی او هرات به د فرانسې تر نفوذ لاندې وی. ددې طرحې پلی کېدل په دې معنا دی چې د افغانستان خپلواکی او ملی واکمنی به له منځه ولاړه شی او دغه هېواد به د لویدیځو هېوادونو د نفوذ پر سیمو وویشل شی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک له درې لسیز ډېر وخت راهیسې له نیواکګرو او خپلو دښمنانو سره جنګېدلی دی تر څو خپله خپلواکی او ملی واکمنی وساتی. نو پردې بنسټ هغوی به هیڅ کله هم اجازه ورنه کړی چې د افغانستان د ملت دښمنان د نا امنیو په سختېدو سره ددې هېواد د نیواک ددوام لپاره لاره برابره او د ویشلو طرحې پلی کړی.