Back
ترافیکی پیښه اته پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
Published: 1390/05/29 0:0News ID: 6412Source: ایرکا خبری آژانس

کندهار- کابل د لویې لارې 303 بس موټر نن سهار وختی د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د سرعت د زیاتوالی له امله د چلوونکی له واکه وتلى او چپه شوى.
دکندهار ولایت له مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په دې پیښه کې چی58 تنه مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوی چې پېښه دیادې ولسوالۍ د مانده په سیمه کې د هغه موټر د چپه کېدو په نتیجه کې چې له کندهاره کابل ته روان وو رامنځته شوې.
په خبرپاڼه راغلی چې په دې پیښه کې 34 تنه وژل شوی او 24 نور ټپیان شوی شوی دی.
د پیښې ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی چی پکې د ځینو کسانو حالت د اندېښنې وړ دى.
دکندهار د ترافیکو مدیریت سیمی ته پلټونکې ډله لېږلې څو د موټر د چپه کېدو ټول علتونه معلوم کړی او وروسته اړوندی نمایندګۍ ته د ترافیکی قانون سره سم قانونی سزا ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې په یوه بله پیښه کې چې تیره اوونۍ په کندهار کې را منځته شوې وه لس کسان مړه او 12 ټپیان شوی وو.