Back
د حضرت امام علی ع د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلما نانو او پتیالیو ته تسلیت وړاندی کوو
Published: 1390/05/31 0:0News ID: 6447Source: ایرکا خبری آژانس

نن دعلم ،عدالت ،شجاعت ، تقوا او عدالت د سمبول امام علی ع د شهادت غمجنه ورځ ده .
راپورونه وایی چې د اسلامی ایران او د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې بیګا د شیعیانو د لومړی امام مولای متقیان حضرت امیر المومنین علی علیه سلام د شهادت د کلیزې په شپه د شب قدر دستورې تر سره شوې .
د شب قدر په شپه د قران کریم ، دعای جشن کبیر لوستل د لما نځه تر سره کول او د خداې په درګاه کې د دعا او مغفرت غوښتل د شب قدر په دستورو کې شامل دی .
د افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د امامت او ولایت عا شقانو د مولای مظلو مان او مستضعفان امام علی ع د شهادت په شپه د ویر او ماتم دستورې هم تر سره کړې .
د ایرکا خبری آژانس د شیعیانو د لو مړی امام حضرت امام علی ع د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلما نانو او پتیالیو ته تسلیت وړاندی کوو .