په افغانستان کې پرتو امریکایی عسکرو بیګا په جلال اباد ښار کې د ملی اردو د یوه عسکر په ګډون لس کورونه پلټلی او درې ملکیان یې نیولی دی . ویل کیږی دغه ملکیان د موټرو رنګملالان ؤ . دغه عملیات د جلال اباد ښار د سپین غر سینما په کوڅې کې شوی دی. د دې سیمې یوه اوسېدونکی معراج الدین وویل امریکایی ځواکون بیګا چې شمېر یې نږدې سل ته رسېده، لومړى یې د دوى کوڅه کلابنده او د شپې دوولس نیمې بجې یې ایتلافی عسکر کور ته ور واوښتل او تر بکسونو پورې یې هر څه وپلټل او نغدې پیسې هم غلا کړی د 207 ظفر قول اردو د دویمې لوا یوه عسکر محمدالله پژواک ته وویل د ده له کور څخه امریکایی ځواکونو 11 ګرځنده ټېلېفونونه، د ملی اردو کارتونه او 175000 روپۍ وړې او دی یې تړلی او وروسته یې خوشی کړی دی . د ننګرهار د والی ویاند احمد ضیاء عبدالزی هم دغه پیښه تائید کړی او وایی تېره شپه په جلال اباد ښار کې ګډو ځواکونو عملیات ترسره کړی، چې په وینا یې درې شکمن یې نیولی دی. هغه زیاته کړه، داسې شکایتونه یې ترلاسه کړی، چې ګوندې په عملیاتو کې له ځینو کورونو نغدې پیسې وړل شوې دی، چې ولایتی اداره یې څېړنه کوی.په ختیځو ولایتونو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتی دفتر ویلی په جلال اباد ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې مخالفین نیولی دی. د یادونې ده، څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د ایساف د عملیاتو پر مهال یو پخوانى جهادی قوماندان صبر لعل ، چې تازه له ګوانتانامو خوشې شوى و، ووژل شو.