Back
ناټو باید په ټاکلی وخت افغانستان پریږدې
Published: 1390/06/17 0:0News ID: 6666Source: ایرکا خبری آژانس

فارس د اینټرفکس خبری اژانس له قوله راپورورکړ د روسی د بهرنیو چارووزیر سرګی لاوروف په مسکو کې د خارجه او دفاع وزیرانو په سویه د آمنیتی مسئلو په زمینه کې د فرانسی او روسی د ملګرتیاوو د شورا له غونډی وروسته خبری کنفرانس کې وویل له افغانستانه دې د ناټو ځواکونه هغه وخت ووځی چې شرایط ورته برابر شی خو باید د دوی د وتلو پروګرام روڼ او څرګند وی او په هیڅ صورت په افغانستان کې قواوې ونه ساتی.
هغه وویل باوری یم چې په افغانستان کې به د ناټو ځواکونو شتون لنډ مهاله وی او دا ځواکونه به په ټاکلی وخت او فرصت کې له افغانستانه ووځی.
سرګی لاوروف وویل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په هیڅ پلمه په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له دوام سره غوټه نه شی او دا ډول پلانونه شته چې موږ ترې خبر یو او د هغو په اړه له خپلو افغان همکارانو او همداراز امریکایی چارواکو سره خبرې کوو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د شتون لپاره د ملګروملتو د امنیت شورا جواز لری او روسیه هیله منه ده چې له افغانستانه د دغو ځواکونو د ایستلو په باب هم له ملګروملتو سره سلا وشی او د امنیت شورا اجازه واخیستل شی.