Back
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو عسکرو 21 اکمالاتی ټانکر وسوځول شول
Published: 1390/06/26 0:0News ID: 6736Source: ایرکا خبری آژانس

د فراه ولایت امنیتی چارواکی وایی چې ددې ولایت په دلارام او ګلستان ولسوالیو د لارې په اوږدو کې طالبانو د ناټو او امریکایی عسکر پر اکمالاتی کاروانرید کړی او 21 ټانکر یې سوځولی .
دې امنیتی مسوولینو وویل چې په دې پېښه کې د نوموړ ی کاروان 7 ساتونکی عسکر هم ټپیان شوی دی.
د ا فغانستان د لویدیځ زون د پولیسو ویاند، عبدالروف وایی چې د ناټو اکمالاتی کاروان هغه مهال د طالبانو له خوا تر برید لاندې راغی چې غوښتل یې ګلستان ولایت ته د ناټو تجهیزات او اکمالات واستوی چې په دې برید کې د ناټو 21 ټانکر سوځول شوی او 7 ساتونکی عسکر یې هم ټپیان شوی دی.
خو د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چې په دې برید کې د 21 ټانکرو پر سوځول کېدو سربېره ددې کاروان 7 امنیتی عسکر هم وژل شوی دی.
د تېرې پنج شنبې په ورځ هم په یاده سیمه کې د ناټو د اکمالاتی کاروان 15 لارۍ سوځول شوې وې.