Back
په افغانستان کې 8 بهرنی عسکر ووژل شول
Published: 1390/06/26 0:0News ID: 6737Source: ایرکا خبری آژانس

طالبان په افغانستان کې د اتو بهرنیو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکوی.
د پرس ټی وی خبری چینل در پوټ له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن وویل چې د نورستان ولایت په برګ مټال ولسوالۍ اړونده سیمه کې د طالبانو له خوا 8 بهرنی عسکر له یو شمېر افغان عسکرو سره یوځای وژلی دی.
د نورستان امنیه قوماندان شمس الرحمن زاهد هم ویلی دی چې په دې ولایت کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو له خوا د طالبانو پر وړاندې په عملیاتو کې له طالبانو سره نښته رامنځ ته شوې او په وینا یې چې په دې نښته کې یو افغان عسکر وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو رسمی شمېرنو له مخې د 2011 میلادی کال له پیل تر اوسه پورې په افغانستان کې 439 بهرنی عسکر وژل شوی.
خو طالبان او په افغانستان کې نورې خپلواکې سرچینې په دې هېواد کې دوژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر له دې ډېر زیات ښیی