زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ په کابل کې دامریکا سفارت وییندوی ګافل سنډویل رسنیوته وویل، د امریکا د سفارت د یوه افغان کارمند دډزو له امله یو امریکائ مړ او یو بل هم ټپی شوی او حمله کونکی هم وژل شوی دی راپور ښئ د آریانا هوټل تر څنګ دامریکا د استخباراتی ادارې سی ائی اې په دفتر هم بیګا حمله شوې وه اوداسی هم ویل کیږی ، چې برید کوونکی دامریکایی استخباراتو جاسوسان وو، چې پر دوی یې برید کړی دی. امریکا دومره منلې ده ،چې برید شوی دی ، خو دا یې نه دی ویلی چې دا څوک و . پّ راپور کې راغلی دی د پیښې ځای ته د خبریالانو د لاس رسی مخه نیول شوې ده په روان ستمبر کې هم د امریکا پر سفارت برید شوی و، چې امریکائېپړه پر پاکستان او ړ حقانی نیټ ورک اچوی او دا تور هم لګوی چې د پاکستان ځینی ادارې لهدغه وسله والې ډلې سره ملګرتیا او مرستې کوی او په کابل کې وروستی بریدونه د هغوی په مرستې سره شوی دی چې امریکاله دې امله پاکستان په یو اړخیزو عملیاتو ګواښلی دی او دغې خبرې ددواړو هیوادونو اړیکې هم ډیرې ترینګلی کړی دی .