
په تهران کې د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د پنځمې نړیوالې غونډې ګډونوالو د فلسطین د موضوع په اړه په دې کنفرانس کې درهبرۍ د ستر مقام مهمې او تاریخی څرګندونې وستایلې.
په تهران کې د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ په پنځمه نړیواله غونډه کې ګډونوالو بیګا ددې غونډې په پای کې د یوې بیانیې په صادریدو سره، د فلسطین د خلکو د مقاومت په پیاوړتیا او ساتلو کې د رهبرۍ د ستر مقام ددریځ ستاینه وکړه او د تهران د غونډې د میثاق او رسمی سند په توګه یې د هغوی د خبرو د ثبتولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې باید د فلسطین خپلواک دولت د قدس شریف په پلازمېنې سره په ټوله فلسطینی خاوره کې جوړ شی.
په دې بیانیه کې راغلی دی چې په نړۍ کې ټول مسلمانان، عرب او آزادی غواړی انسانان باید د فلسطین د خلکو د تاریخی، ملی او قانونی حقوقو د پرځایښت لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوی تر څو د فلسطین خاوره د صهیونیسټانو له منګلو آزاده شی.
د تهران په غونډه کې دبرخه والو په بیانیه کې همدارنګه ټینګار شوی دی چې د ولسی خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو په پراخه وژنه کې دولتی تهرګری،د اقتصادی بیخ بیناوو ورانول او پران شوی ترورونه او د فلسطینی شخصیتونو په نښه کول، د جنګی جنایتونو ښکاره نښه ده او محکومه ده.
په دې بیانیه کې همدارنګه په ډاګه شوې ده چې د صهیونیسټ رژیم ډل وژوونکې وسلې او اټومی سلاکوټونه، جنګ غواړی اقدام او له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې دی او همدارنګه د سیمې د سولې د ګواښولو عامل دی، او بایدنړیواله ټولنه په نیواکی فلسطین کې شته اټومی او ډل وژوونکو وسلو د له منځه وړلو او کنټرولولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړی.
په دې بیانیه کې همدارنګه راغلی دی چې د فلسطین مسئله د منځنی ختیځ سیمې د ټولو مسایلو چورلیزی او اصلی موضوع ده او د اسلامی نړۍ او عربی هېوادونو لومړنۍ لومړیتوب دی او د فلسطین هېواد آزادی د ټولو آزادی غواړو لپاره ځانګړی ارزښت لری.
دغه بیانیه د منځنی ختیځ سیمې بدلونونو او ډګر ته د ملتونو راوتلو او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د اساسی رول لوبولو او د خپلې ارادې د واکمنولو لپاره د مقاومت پیاوړتیاته په اشارې سره زیاتوی چې اوسنۍ وضع کولای شی چې دفلسطینی خاورې د آزادولو لپاره د مقاومت انتخاب ته موکه برابره کړی او خپل بریالیتوب په عمل کې ثابت کړی.
د تهران د غونډې د ګډونوالو په بیانیه کې همدرانګه راغلی دی چې د غزې دوران شویو سیمو بیا رغونې او دژوند د لومړنۍ اړتیاوې د هر مسلمان او عرب انسانی دنده ده او ټول دولتونه او ملتونه باید په دې برخه کې پر خپلو مسوولیتونو عمل وکړی.
په دې بیانیه کې ټینګار شوی دی چې په وسلو، اقتصای، علم، سیاسی برخو کې له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا ددولت غیر منطقی او هراړخیز ملاتړ محکوم او له صهیونیسټ رژیم څخه په نړیواله ټولنه کې د امریکا ملاتړ د هغوی د پلان شوې اړیکې ښودنه کوی.