د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دحج دچارودمسئولانواوچاروالوپه ټول کې حج له اسلامی امت سره د ارتباط اودمعنوی ګټولپاره ډیرارزښمن اولوړفرصت وباله اودحج په دستورو کې ئې داسلامی ویښتیاله څپې سره دمقابلې اوداختلاف د رامینځته کولولپاره ددښمنانوهلوځلوته په اشارې سره ټینګار وکړ،پردغې دسیسې دبرلاسی لپاره یوزنۍلاره دزړونونزدیکیدااودیوه زړتوب پیاوړتیا ده . دوی حج د اسلام یو اساسی رازاولویه الهی میلمستیه وبلله او زیاته ئې کړه بایددحج په نړیوال اوعمومی اړخ کې دملیتونو،قومیتونواومذهبونو په نظرکې له نیولوپرته داسلامی پیوندونو پیاوړتیااویووالی ته زیات پام وشی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټینګار سره چې مسلمانان یو واحدبدن دی وویل ایرانی حاجیان بایدپه دغه ډول نظرسره په حج دستوروکې نړیوال اوعمومی شتون ولری اوله استکباراودهغو له تالی څټو سره په مبارزې کې خپله دیرش کلنه تجربه هغوملتونو ته چې تازه ئې انقلاب راوستی ډالۍکړی حضرت ایت آ... خامنه ای همداراز په ایران کې په همداوروستیوکې بانکی فسادته په اشارې سره روښانه کړه قضائی مسئولان دموضوع په جدی تعقیبولواوخلکو ته ددقیقو اطلاعاتو په رسولو سره بایددخاینانولاسونه غوڅ کړی .دوی دغه راز بیاوفرمایل،البته یوشمیر غواړی له دغې پیښې دمسئولانو ترپوښتنې لاندې دراوستولپاره ناسمه استفاده ترې وکړی ، په داسې حال کې چې په حکومت، پارلیمان او قضایه قوې کې مسئولان دخپلو دندو په ترسره کولو بوخت دی ،قضایه قوه دې باید د بانکی فسادددوسیسې په باب د تعقیبونې په باب خلکو ته مناسبه اطلاع ورسوی اوبایددایران قضایه قوه په ورانکارو، فساد ګرو او مفسدو کسانورحم ونه کړی