Back
په کابل کې دبهرنیوعسکرودشتون په ضد ستر لاریون وشو
Published: 1390/07/14 0:0News ID: 7028Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړپه داسې حال کې، چې سبا د اکتوبر 7 نېټه، پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل لسمه کلیزه ده، نن په کابل کې په زرګونوخلک د ښار په مرکزی سیمو کې راووتل او د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه یې وکړه.
امریکادسپټمبر د11 پېښې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې او د اسامه بن ﻻدن د له مینځه وړلوپه پلمه ئې پر افغانستان برید وکړ چې تردې دمه یې په لکونو افغانان مړه او ژوبل کړی دی .
د شنونکو په اند امریکا نه غوښتل، چې اسامه بن ﻻدن ورته تسلیم شی او موخه یې داوه، چې پر افغانستان باندې یرغل وکړی. اوس چې اسامه بن ﻻدن وژل شوی او ترهګرۍ سره مبارزه هم نوره په دې سیمه کې د امریکا لخوا موثره نه ښکاری، امریکا او متحدانو ته یې په کار ده، چې په دې هکله غور وکړی او د یوه هر اړخیز ې سولې پلان لپاره په سمه شرایط برابر کړی څو د سیمې په تیره بیا د جنګ ځپلی افغانستان خلک څه ناڅه کراری ووینی که دا سې نه وی نو هیڅکله به امریکا په سیمې او افغانستان کې خپلو سپیروموخو ته ونه رسیږی او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې به ئې یوازې د عسکرو مرګ ژوبلې نوره هم زیاتې شی