Back
په افغانستان کې د نشه ایزو توکوپه له مینځه وړلوکې امریکا لټی کړې ده
Published: 1390/07/18 0:0News ID: 7082Source: ایرکا خبری آژانس

د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف په ماسکو کې دایډز له ناروغۍسره دمقابلې په زمینې کې د مینځنۍ آسیا او ختیځې اروپا دهیوادونوپه غونډ ې کې وویل په افغانستان کې دکوکنارودکرلو پټیودله مینّځه وړلولپاره دایساف ځواک په ملګرتیاکې دامریکابې پروائی ډیره دافسوس اوحیرانتیا خبره ده.لاؤروف دا موضوع په وروستیو کلونوکې یوه ناحل شوی ستونزه وبلله او دنشه ایزوتوکو له قاچاق سره په مبارزې کې ئې دحل په اهمیت چې دایډزد ایچ آئی وی ویروس دخپریدازمینه جوړونکی دی ټینګاروکړ .دروسیې خارجه وزیر همداراز وویل په وروستیو لسو کلونو کې چې په افغانستان کې دامریکا اوملګرو پوځونه ئې دیره شوی دی په دغه هیوادکې د نشه ایزو توکو تولیداوقاچاق څوچنده زیات شوی دی .هغه په افغانستان کې په موجودوپټیو کې دکوکنارو له کرسره د مقابلې نه کول نه یوازې دناوړه استفادوزمینه جوړونکې وبلله بلکې په مینځنۍاسیا،اروپا اوامریکابازارونو ته د رسیداپشمول دنړۍ بیلابیلوسیمو ته ئې دنشه ایزو توکوپراختیا وبلله .