Back
سیمین بارکزۍ خپله وصیت نامه ولوسته
Published: 1390/07/18 0:0News ID: 7085Source: ایرکا خبری آژانس

سیمین بارکزۍ د خوړو د اعتصاب په نهمه ورځ خپله وصیت نامه ولوسته او ویې ویل، چې د مړینې مسوولیت به یې د ولسمشر او نورو لوړپوړو دولتی چارواکو پرغاړه وی.
سیمین بارکزۍ د ولسی جرګې د تېر کال په ټاکنو کې له هرات څخه دې جرګې ته لار ومونده، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې، دې او اتو نورو کسانو خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې.
بارکزۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دغه اقدام په غبرګون کې د روانې میاشتې په لسمه، د ملی شورا انګړ ته څېرمه په یوه خېمه کې د خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ.
نوموړې نن د خبریالانو پر وړاندې په داسې حال کې، چې په ډېر ټیټ غږ یې په یاده خېمه کې خبرې کولې، خپله وصیت پاڼه ولوسته.
بارکزۍ په خپله وصیت پاڼه کې وویل، چې که مړه شی، نو مسوولیت به یې د ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشر د مرستیال محمدقسیم فهیم، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر فضل احمد معنوی او د ولسی جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمی پر غاړه وی.
دې له خپل مېړه څخه بښنه وغوښته او ویې ویل، چې که مړه شوه، نو ماشومانو، په تېره بیا احسان نومی زوى ته به یې ډېره پاملرنه کوی.
بارکزۍ خپلو خپلوانو ته په خطاب کې وویل، چې د مرګ په اړه یې خواشینی نه شی؛ ځکه چې د دې په وینا، د عدالت د ژوندی کولو لپاره مړینه د خواشینۍ پرځاى د ویاړ خبره ده.
هغې د ولسی جرګې له قانون څخه د ملاتړ له ایتلافه، چې دا یې هم غړې وه، وغوښتل، چې که مړه شوه، نو د د اعتصاب د خېمې پر ځاى دې خاورو ته وسپاری.
د استقلال روغتون یوه موظف ډاکتر عبیدالله امان، چې د مېرمن بارکزۍ د څارنې لپاره ګومارل شوى، نن په یاده خېمه کې پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د هر ساعت په تېرېدو سره د بارکزۍ د روغتیایی حالت په اړه د ده اندېښنه ډېریږی.
ډاکتر امان وویل، چې تېره شپه شاوخوا 10بجې د بارکزۍ حالت یو څه ښه وو، خو له هغه وروسته ډاکترانو ته د خپل صحی حالت د معلومولو په موخه د معاینې اجازه نه ورکوی.
ده زیاته کړه: ((که چېرې مېرمن بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته هم ورسوی، نو مجبوره ده، څو په دوامداره توګه له لازمو درملو کار واخلی، له هغه پرته به په بېلابېلو ناروغیو اخته شی.))
خو بارکزۍ د اعتصاب پر لومړۍ ورځ ویلی وو، تر هغو چې مړه شوې نه وی او یا د دې او اتو نور کسانو، چې له ولسی جرګې ایستل شوی، دوسیې په معتبرو نړیوالو ملی بنسټونو څېړل شوې نه وی، خپل اعتصاب نه ختموی.
په ولسی جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف هم د یادو نهو تنو په اړه د ټاکنو د کمېسیون له پرېکړې سره مخالفت کړى دى.
د کندهار د خلکو استازې شکېبا هاشمی او له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف غړې وایی، چې د سیمین بارکزۍ او اتو نورو کسانو رایې دې د افغانستان د عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) له لورې بیا وشمېرل شی، څو په ولسی جرګه کې رامنځته شوې ستونزه پاى ته ورسېږی.
د هاشمی په وینا، ولسمشر کرزی له بارکزۍ سره ژمنه کړې وه، چې د ټاکنو پر اسنادو به یې بیا کتنه وشی، خو تر دغه مهاله یې په اړه کوم عملی ګام نه دى پورته شوى.
دې هم وویل، چې که د بارکزۍ ژوند ته کوم خطر پېښ شی، نو مسوول به یې ولسمشر وی.
په ولسی جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکریې پیکان هم له دولت څخه وغوښتل، چې له ولسی جرګې څخه د ایستل شویو وکیلانو پر دوسیو دې له سره کتنه وشی.
رحیمه جامی، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې په ولسی جرګه کې د سیمین بارکزۍ ځاى ناستې شوه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د خپل حق د اثبات لپاره تیاره ده، چې رایې یې بیا وشمېرل شی.
دې وویل، چې سیمین بارکزۍ باید خپل اعتصاب پاى ته ورسوی؛ ځکه چې اعتصاب د دې ستونزې د حل لار نه ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر کال د ولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او ملی شورا هم پرانیستل شوه؛ خو وروسته له هغه چې لویې څارنوالۍ د ټاکنو پایلې ناسمې وبللې او ځانګړې محکمې 62 معترض کاندیدان بریالی وبلل، ولسمشر بیا د دې موضوع په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته واک ورکړ.
دغه کمېسیون د ولسی جرګې نهه معترض کاندیدان بریالی اعلان کړل او پرېکړه یې وکړه، چې د هغوى پر ځاى دې د بارکزۍ په ګدون نهه تنه، چې کمې رایې لری، له جرګې څخه وایستل شی.