Back
دلیبیا انقلابیانو په سرت ښار کښې دپولیسو مرکز ونیوه
Published: 1390/07/19 0:0News ID: 7102Source: ایرکا خبری آژانس

دلیبیا انقلابیانو په سرت ښار کښې دپولیسو مرکز ونیوه .
زمونږ خبریال وایی دلیبیا دموقته واکمنانو انقلابی عسکرو نن سهار له سختو جنګونو وروسته ددیکتاتور ولسمشر معمر قذافی په زیږنځای سرت ښار کښې دپولیسو مرکز ونیوه .
دلیبیا انقلابیانو دپولیسو دمرکز له نیولو وروسته دخوشحالې ډزې کولې او دګاډو هارنونه یې وهل .
دلیبیا انقلابیانو دقذافی ستر عسکونه هم وسوزول .
بل خبر داچې دلیبیا موقته انتقالی شورا په بنی ولید کښې دانقلابیانو دپوځی عملیاتو دبندیدا خبر ورکړ .
العالم ټیلی ویژن وویل دلیبیادموقته انتقالی شورا یوه مسول خالد محمد ابو راس نن وویل دغه شورا فیصله کړی ده په بنی ولید کښې دعملیاتو په بندولو سره له بنی ولید څخه ملکی خلکو ته دوتلو او دقذافی ګوډاګیانو ته دتسلیمیدا امکان برابرکړی .
دلیبیا انقلابیانو پرون دبنی ولید ښارګی دهوایی ډګر کنټرول په لاس کښې اخستی دی .