Back
د افغانستان په خصوصی رسنیو کې د کار د قانون مسوده جوړه شوه
Published: 1390/07/21 0:0News ID: 7129Source: ایرکا خبری آژانس

د بی بی سی له راپور سره سم د افغانستان په خصوصی رسنیو کې د کار په شرایطو د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته د دې هیواد چارواکو اعلان وکړ په دې اړه ېې یوه مسوده جوړه کړې او د عدلېې وزارت ته ېې لیږلې ده .
که دا مسوده د عدلېې وزارت له خوا تائید شی بیا به پارلمان ته استول کیږی او د ولس مشر له خوا به هم تائیدیږی تر څو د قانون بڼه غوره کړی .
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی د دې قانون په اجراء کیدا سره به د خصوصی رسنیو د کارکوونکو مادی او معنوی حقوق تضمین شی .
له دې وړاندې په خصوصی رسنیو او د هغوی د کار په شرایطو ډیر و نیوکو شتون درلود .