ایرکا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر حامد کرزی نن په کابل کې د جرمنی له ولسمشر کرسټین وولف سره د یوې ګډې خبری غونډې په وخت درستو رسنیو وغوښتل، چې په ډېر دقت سره کار وکړی او له احساساتو او پروپیګنډو دې ډډه وکړی.هغه زیاته کړه بایدداسې کارونه کړو، چې دناتاییدشویوراپورونواود رسنیو دخبرونوپراساس له ګاونډیانو سره اړیکې خرابې کړو. دافغان ولسمشر په خبره، که کله داسې څه تثبیت شی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ ده، نوافغان حکومت به په دې اړه ضروری ګامونه پورته کړی . افغان ولسمشرد پاکستان له خواشوی بریدونه په داسې حال کې مبالغه ګڼی، چې په ختیځو ولایتونو کې دسرحدی پولیسواودکونړدوالی سید فضل ا... وحیدی په وینا، د روان لمریز کال له پیل راهیسې دتوپونو سلګونه مرمۍ د پاکستانیو عسکرو له خوا توغول شوې اوپه لسګونو بې ګناه خلکوته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه نړېدلی دی. ولسمشر حامد کرزی په یاده شوې خبری غونډه کې د افغانستان په اړه د بن جوړېدونکى کنفرانس مهم وباله او زیاته یې کړه، چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ له ټینګښته د ملاتړ په دوام او په سیمه کې د سولې دټینګښت لپاره د سیمه ییزوماګرتیاؤ د بنسټ پر ایښودو بحث وشی.همداراز کرزی وویل، چې د بن په کنفرانس کې به د 2014 کال تر پایه افغانانو ته د امنیتی چارو په لېږد او په افغانستان کې له مخالفانو سره د سولې پر روانې پروسې هم بحث وشی.په دې ناسته د جرمنی ولسمشر کرسټیان وولف وویل، چې جرمنی د افغانستان یو ډاډمن دوست دى او دا دوستی به یې تل ادامه لری.نوموړی وویل، تر 2014 کال پورې به جرمنی ځواکونه له افغانستانه ووځی او مرستې به یې له هغې وروسته هم ادامه لری.