Back
د آل خلیفه رژیم د بحرین د خلکوپاڅو ن نشی غلی کولی
Published: 1390/08/09 0:0News ID: 7335Source: ایرکا خبری آژانس

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړسره له دې چې دبحرین دولس دپاڅون څه دپاسه اته میاشتې تیریږی خو دآل خلیفه رژیم تردې دمه نه دی توانیدلی ددغه ولسی پاڅون شغلې غلی کړی .راپورښئ په بحرین کې دفرورۍدڅوارلسمې نیټې دائتلاف مسئولانونن یوځل بیاله خلکو غوښتنی ووچې په نننیو مظاهروکې دې چې دنیول شویومیرمنودآزادۍ لپاره دغوسې ورځ نومول شوې ګډون وکړی وروستی راپورونه ښئ د بحرین په بیلابیلو ښآرونو اوکلو کې نن په دې باب سترې مظاهرې هماغه راز روانې دی اوویل کیږی چې ممکنه ده نننئ مظاهرې هم د آل خلیفه اوآل سعود د رژیمونودتالی څټوعسکروپه لاسوهنې سره بیا تاؤتریخجنې شی چې په ځینو سیمو کې همداسې شوی دی راپورښئ دبحرین تالی څټی عسکر د آل سعوددنیواکګرو عسکرو په ملاتړ سره د مظاهره چیانو پر کورونویرغلونه کوی او دغه راز ئې یو شمیر بېګناه خلک نیولی هم دی .البته د ولسی پاڅون مسئولانو یوځل بیا ټینګار کړی دی چې د آل خلیفه رژیم د آل سعود کورنۍ په ملاتړ سره نور د ولسی پاڅون د ځپلو وس نه لری او هرڅومره چې جنایتونه اوظلمونه کوی دبحرین د ولس په انقلابی هوډ کې نوره هم زیاتوالی راولی او بلاخره به ئې هم برخلیک د حسنی مبارک او قذافی په څیر او یا له دوی هم بدتر وی