حامد کرزى به د افغانستان ، پاکستان او ترکیې د ولسمشرانو په غونډه کې له پاکستان سره د افغانستان د سولې ، له دې هېواد څخه پر افغانستان د راکټی بریدونو او د برهان الدین ربانی د وژنې د موضوع د څېړلو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د جمهوری ریاست ویاند اېمل فیضی د ترکیې په استانبول ښار کې وویل چې ولسشمر حامد کرزی دغه څرګندونې نن د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل سره په لیدنه کې وکړې . کرزی ویلی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لرلى شی ، نو ځکه به یې له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړی. پاکستان د افغانستان د دولت له وسلوالو مخالفینو سره په مرسته تورن دى او له تېرو څو میاشتې راهیسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځینو سرحدی سیمو په وقفه یی ډول راکټی بریدونه کیږی،چې له امله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . خو پاکستان تل د افغان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د مرستې تورونه رد کړی او وایی چې راکټی بریدونه یې هم نه دی کړی . فیضی وویل چې ولسمشر حامد کرزى به په یاده درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان له ولسمشر څخه په جدی توګه وغواړی چې د افغانستان د سولې د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین ربانی د وژل کېدو د قضیې په څېړنه کې مرسته وکړی. استاد ربانی د وږی په 29مه په کابل کې د یو تن لخوا ، چې ځان یې د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو استازى معرفى کاوه ، په ځانمرګی برید کې ووژل شو . افغان چارواکی وایی، داسې اسناد یې تر لاسه کړی ، چې پر استاد ربانی برید د پاکستان د کوېټې په ښار کې جوړ شوى او دغه اسناد یې پاکستان ته سپارلی دی . یاده درې اړخیزه غونډه دا مهال ( د افغانستان په وخت شاوخوا یوه بجه ) پیلیږی . ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د درېیو هېوادونو ترمنځ د شته اقتصادی، سیاسی او امنیتی همکاریو پر پراختیا خبرې وشی. دغه راز په پام کې ده چې د درېیو واړو هېوادونو دکورنیو چارو وزیران او لوى درستیزان هم په ترکیه کې ځانګړې ناستې ولری . د افغانستان ولسمشر د یوه لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ تېره ورځ په یاده درې اړخیزه غونډه او د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللى . ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس د سیمې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د امنیت د ټینګښت په لاره کې د همکاریو د پراختیا لپاره د باور فضا د پیدا کېدو په موخه د لړم په 11مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شی. په دې کنفرانس کې به د امریکا، فرانسې ،انګلستان ، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیاد هېوادونو، په ګډون د 15 هېوادونو استازی ګډون وکړی.