د ولسی جرګې د دفاعی چارو کمېسیون د استانبول د سیمه ییزې ناستې لپاره ځانګړې غوښتنې وړاندې او وایی، چې دا ناسته د بُن د دویمې غونډې لپاره پیلامه ده. اټکل کېږی، چې د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس سبا (د لړم 11مه) د ترکیې په استانبول ښار کې د سیمې او مرکزی اسیا په هېوادونو کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د همکاریو د زیاتوالی په موخه، د باور فضا د رامنځ ته کولو په خاطر جوړ شی. په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو استازې او د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاعی چارو کمېسیون مشرې په نننۍ(د لړم 10مه) غونډه کې وویل، چې دې کمېسیون 12 موضوع ګانې د استانبول کنفرانس ته وړاندې کړې دی. په دې وړاندیزونو کې، د سوله ییز سیاست غوره کول او د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د متقابل احترام په پام کې نیول، سوله ییز ګډ ژوند، له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې او له دوه مخیزو سیاستونو څخه ځان ساتل، چې مقطعی او زیان رسوونکی دی، شامل دی. په یاد شوی وړاندیز کې له ګډونوالو څخه غوښتل شوی دی، څو له ترهګرۍ او سیمه ییزې بنسټپالنې سره د مبارزې په ډګر کې انډول وساتی، ګډې اقتصادی، کولتوری، سیاسی او اجتماعی ګټې په ګوته او وپېژنی، د سولې له پروسې څخه ملاتړ او په افغانستان کې د امنیت پر ټینګېدو ټینګار وکړی. د دې وړاندیزونو په بله برخه کې د یادې شوې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتل شوی دی، چې داسې یوه ګډه کمېټه دې رامنځ ته کړی، څو د ټولګټو هېوادونو بهرنی سیاستونه وڅېړې او وارزوی او له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره د مبارزې په برخه کې ګام پورته کړی. د ولسی جرګې د دفاعی چارو کمېسیون په خپلو غوښتنو کې، د استانبول د ناستې پر پرېکړو په رښتینې توګه عمل کول او په ژمنو د درېدو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون په اړه د سیمې د هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده. دې کمېسیون په سیمه کې د سیمه ییزو ځواکونو د انډول ساتلو په خاطر د افغان ولس لپاره د نړیوالو ضمانتونو د ټاکلو، په افغانستان کې د پانګونې په خاطر د سترو نړیوالو کمپنیو او سوداګرو هڅول، په ګډه اجنډا موافقه او د بن دویم نړیوال کنفرانس په اړه د سیمې د هېوادونو د ګډ لیدلوری غوښتنه کړې ده. شکریه بارکزۍ وایی، چې د دې اسنادو یوه کاپی په رسمی ډول د ولسی جرګې له لارې د استانبول کنفرانس ګډونوالو ته استول شوې او هېله ښودل شوې ده، څو له دې وړاندیزونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شی. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزى پرون د یوه لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ ترکیې ته ولاړ او نن یې د استانبول په درې اړخیزه (افغانستان، پاکستان او ترکیې) غونډه کې ګډون وکړ. اټکل کېږی، چې سبا د استانبول سیمه ییز کنفرانس د فرانسې، انګلستان او امریکا د استازو په ګډون د 14 هېوادونو د نمایندګانو په ګډون جوړ شی. مېرمن بارکزۍ وایی، چې په استانبول کنفرانس کې به په تېرو لسو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د عملی ګامونو د نه اخیستو په اړه هم خبرې اترې وشی. نوموړې همداراز یادونه وکړه، چې د بن د دویم کنفرانس په اړه چې اټکل کېږی د دیسمبر په 5مه به په المان کې جوړ شی، هم خبرې وشی.