Back
دوسله والوطالبانومشرپرطالبانوغږ وکړعام خلک دې نه وژنی
Published: 1390/08/14 0:0News ID: 7399Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپورراکړدافغانستان د طالبانو مشر ملا عمر د لوی اختر په مناسبت په یوې اعلامیې کې په د ېخبرې په ټینګار سره چې له افغانانو سره لازیاتې ښې اړیکې ولرل شی باید عامو افغانانو ته له تاوان روسولو ډډه وکړی وویل په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې د طالبانو او بهرنیو عسکرو ترمینځ په نښتو کې د عامو خلکو مرګ ژوبلې ډیرې زیاتې شوی دی چې باید مخه ئې ونیول شی
ملګرو ملتو په همداوروستیو کې اعلان کړی سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې دعامو خلکو مرګ ژوبلې دتیرو وختونو په نسبت پنځلس فی صده زیاتې شوی دی
ملا عمر پخپلې اعلامیې کې دغه راز عامو خلکو ته په خظاب کې روښآنه کړې چې باید د امریکایانو له ګزمو دې لیرې ووسی او له بهرنیانو سره له نزدیکیدو دې ډډه وکړی څو تاوان ورته ونه رسیږی
د افغانستان ډیر شناندی وائی چې په افغانستان کې وسله وال طالبان نه یوازې په بهرنیو عسکرو بریدونه کوی بلکې په عامو ځایونو کې هم ترې عام خلک خوندی نه دی