Back
افغان زندانیان د امریکا په شنه څراغ ښودلو سره شنکجه کیږی
Published: 1390/08/22 0:0News ID: 7493Source: ایرکا خبری آژانس

زموږ د خبریال له راپور سره سم نن واشنګټن پوست ورځپانې ولیکل سره له دې چې امریکایی چارواکی د افغان دولت له خوا د زندانیانو په شکنجه کولو ښه خبر ؤ بیا هم هغوی سیاسی زندانیان افغان ځواکونو ته سپارل .
د ورځپانې په وینا د کابل په شااو خوا کې یو زندان شتون لری چې د 124 بلاک په نوم شهرت لری په دې بلاک کې زندانیانو ته سخته شکنجه ورکول کیږی او خلکو په دې بلاک جهنم نوم ایښئ ډئ .
واشنګټن پوست ورځپاڼې ولیکل د افغان چارواکو او لودیځو دیپلوماتانو د مؤثقو راپورونو په اساس د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې په اړه د ملګرو ملتو د راپور له خپریدو وړاندې په دې زندانونو کې له سختې شکنجې له امریکایی عسکرو سر بیره لوړ پوړیو امریکایی فوځی چارواکو ، د سی آی اې مامورینو او حتې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسی چارواکو پوره خبرتیا درلوده خو له دې سره سره ېې افغان زندانیان همدې زندانونو ته لیږل .
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم امریکایی ځواکونو به د ترهګرۍ په تور نیول شوی کسان له لومړیو پلټنو وروسته د شکنجې لپاره 124 بلاک ته انتقالول.