Back
له امریکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلینو لاریون وکړ
Published: 1390/08/29 0:0News ID: 7579Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلینو نن سهار، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون پر ضد لاریون پیل کړى او د کابل-جلال اباد لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
لاریون کوونکی، چې شمېر یې شاوخوا درې زرو تنو ته رسیده سهار په شاوخوا نهه بجې ننګرهار پوهنتون ته څېرمه د کابل-جلال اباد لویې لارې ته راوتلی، لاره یې بنده کړې او د حکومت او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول او ویل یې دوى له امریکا سره د ستراتیژیک تړون کلک مخالف دی.
د مظاهره کوونکو په وینا په دودیزه لویه جرګه کې ټول ګډونوال د حکومت پلویان وو او د خلکو اصلی استازی، دې جرګې ته نه وو رابلل شوی.
امنیتی ځواکونو په سیمه کې کلک امنیتی تدابیر نیولی ؤ .