Back
طالبان: د لویې جرګې پرېکړې به په سیمه کې حساسیتونه راوپاروی
Published: 1390/08/29 0:0News ID: 7581Source: ایرکا خبری آژانس

وسله وال طالبان د دویزې لویې جرګې د پرېکړو د غندنې ترڅنګ وایی، چې دغه پرېکړې به په ټوله سیمه کې حساسیتونه را وپاروی او له امله به یې افغانستان د ډېر وخت لپاره په سیمه کې د لانجو مرکز وګرځی.له امریکا سره د اوږودمهاله ستراتیژیک تړون لپاره ولسمشر حامد کرزی دودیزه لویه جرګه راغوښتې وه، څو د هغې مشورې واخلی.
دغه جرګه، چې د روان لمریز کال د لړم په 25مه پیل شوې وه، تېره ورځ له76 ماده ییز پرېکړه لیک سره پاى ته ورسېده او په مشروط ډول یې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون ملاتړ وکړ.
د دولت دوو وسله والو مخالفو ډلو حزب اسلامی او طالبانو دغه پرېکړه لیک ، جرګه او تړون رد او پر وړاندې یې کلک مخالفت څرګند کړ.
د وسلواله و طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم په 29مه پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوی برېښنا لیک کې ویلی: ((په دې جرګه کې د خلکو ریښتونی استازی برخه نه لری، چې د ولس ریښتونې ګټې او اسلامی اصول په کلکه په نظرکې ولری.))
هغه زیاته کړې، چې د دې جرګې ټول ګډونوال فعال دولتی چارواکی او رسمی مامورین وو او یا هم هغو څېرو په کې برخه درلوده، چې په دا لس کاله په یو ډول نه یو ډول د بهرنیانو د شتون ملاتړ کړى دى.
نوموړى وایی، چې بهرنیو ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې ډېر بېګناه خلک وژلی او اوس غواړی، چې په راتلونکو لسو نورو کلونو کې هم خپلو دا ډول وژنو ته دوام ورکړی.
د مجاهد په باور، د جرګې پرېکړې وار له مخه د امریکا له لوری ترتیب شوې وې او اوس یې یواځې د اعلانولو لپاره تش په نامه د لویې جرګې نوم ورکړ، نو ځکه دا پرېکړې به په ټوله سیمه کې حساسیتونه را وپاروی او له امله به یې افغانستان د ډېر وخت لپاره په سیمه کې د جنجال مرکز وګرځی.
طالبانو یو ځل بیا د هېواد د شخړې د هوارۍ یواځېنۍ لار، له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل بللې ده.
مجاهد زیاته کړې: ((ترڅو چې دې اصل ته توجه ونه شی، د دې او نورو جرګو او کانفرانسونو پایلې به د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره د ګټې پرځای زیان ولری.))
بلخوا د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د دولت بله وسله واله ډله حزب اسلامی هم دغه جرګه او پرېکړې یې رد کړې دی.
د حزب اسلامی ویاند انجنیر هارون زرغون له یوه ناڅرګند ځاى څخه د ټیلېفون پر لیکه پژواک اژانس ته وویل، چې په دې جرګه کې د ولس ریښتینو استازو شتون نه درلود.
هغه زیاته کړه، چې د حامد کرزی ادارې د امریکا د فرمایش له مخې دغه جرګه جوړه کړې وه او فرمایشی خلک یې په کې راغوښتی وو او فرمایشی پرېکړې یې په کې وکړې.
د زرغون په وینا، کله چې پر لومړۍ ورځ حامد کرزی د امریکایی ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو او د خلکو د کورونو د پلټنو مخالفت وکړ، نو پر سبا یې امریکایی قوماندان د کرزی د خبرو پر خلاف دغه ډول عملیات ګټور وبلل.