Back
امریکا په افغانستان کښې دنشه ایزو موادو کر او تولید زیات کړی
Published: 1390/09/09 0:0News ID: 7685Source: ایرکا خبری آژانس

دایران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر په افغانستان کښې دامریکا دنیواکګرو پوځیانو شتون په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو دتولید او دتاوتریخوالی دزیاتیدا عامل وباله .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار بیګا په کابل کښې دافغانستان له خارجه وزیر زلمی رسول سره په کتنې کښې وویل په افغانستان کښې دامریکاشتون نه یوازې ناامنۍ بلکې په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید هم زیات کړی دی .
دایران دکورنیو چارو وزیر په افغانستان کښې دپردیو ځواکونو له شتون سره دایران داسلامی جمهوریت مخالفت ته په اشارې سره ددغه پوځی شتون دوام یې په سیمه کښې دناامنۍ عامل وباله .
دافغانستان خارجه وزیر زلمی رسول هم په دغه کتنې کښې افغان کډوالو ته په پناه ورکولو کښې د ایران په قدرونې سره وویل دایران اسلامی جمهوریت په تیرو دیرشو(30) کلونو کښې میلیونونو افغانانو ته پناه ورکړی ده او دهغوې کوربه توب کوی .
دافغانستان خارجه وزیر وویل دسیمې هیوادونه دسیمې له ګټو دخارجی عسکرو دلاسونو دلنډولو لپاره باید دیوبل په ملګرتیاو سره مشکلات حل کړی .
دایران دکورنیو چارو وزیر دافغانستان ، پاکستان او ایران په درې اړخیزه غونډې کښې دګډون لپاره چې دنشه ایزو موادو له تولید او قاچاق سره دمبارزې په موضوع ده افغانستان ته تللی دی .