Back
په افغانستان کې هم د عاشورا مراسم په ډیره پراخه توګه ترسره شول
Published: 1390/09/15 0:0News ID: 7761Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپور راکړ، په افغانستان کې هم شیعه اوسنی مسلمانانو د حضرت امام حسین ع عزادارۍ مراسم نن په ډیره پراخه توګه ترسره کړل.
دغه مراسم د کابل په ټولو جوماتونو او امام باړه ګانو کې په مرثیه ویلو او د عزادارۍ په راز راز مراسمو سره ترسره شول.
په افغانستان کې بیګاه هم د عاشورا دشپې مراسم ترسره شول.
د افغانستان مومن او مسلمان خلک د پیغمبر اکرم په اهل بیتو مین او د عاشورا د حماسې لارویان دی، او هر کال ټول مسلمان چې شیعه او سنی پکې شامل دی، دغه مراسم په ګډه او په یووالی سره ترسره کوی.
خو له بده مرغه د اسلام او افغانستان دښمنان هڅه کوی چې دغه یووالی او اتحاد داغی کړی نو په همدې لړ کې د نن ورځې د ترهه ګرو حملو په څیر د نقاق رامنځته کولو دسیسې جوړوی،خو دافغانستان مومن مسلمانان هیڅکله د دښمن د دسیسو ښکار نه کیږی.