
ټاکل شوې ده کابل سبا دکابل دکنفرانس په نامه د نړیوال کنفرانس کوربه وی . چې دنړۍ دزیاتو هیوادونو استازی ، دبهرنیو چارو دوزیرانو په کچه پکې ګډون کوی . له همدې امله کابل له تیری شپې څخه د سخت امنیتی تدبیرونو تر پوښښ لاندې نیول شوى دى . دکابل دساحوی زون امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن ته وویل . په کابل ښارکې امنیتی تدبیرونه دهیواد ددرې ګونو قواوو له خوا چې په سر کې یې دملی دفاع وزارت دى اجرا شوى دى . دجنرال رحمن د څرګندونو له مخې ، دکابل نړیوال کنفرانس امنیتی پروګرام په دریو پړاونو کې اجرا شوى دى . چې لومړی او دویم پړاو یې د مشکوکو سیمو دپلټنې او دامنیتی پوستو جوړول و . چې پخوا په کابل ښار کې عملی شوى دى . دکنفرانس دترسره کولو دورځې په رارسیدو سره ددغو تدبیرونو دریم پړاو هم تطبیق شوى دى . دکابل دساحوی زون دامنیه قوماندان د څرګندونو له مخې ، ټولې ستراتیژیکی سیمې او حساس ځایونه د امنیتی ځواکونو په کنترول کې دی . او دکابل په لوړو څلویښتو سیمو او شاوخواکې امنیتی ځواکونه ځاى پرځاى شوی دی . ده وویل چې دغه تدابیر یوازې په کابل ښار کې نه خلاصه کیږی ، کابل ښار ، دښار شاوخوا ، دکابل ولایت څوارلس ګونې ولسوالۍ ، دلوګر ، کاپیسا ، لغمان ، پروان ، میدان وردکو ولایتونه چې پایتخت ته نږدی ولایتونه دی په امنیتی تدبیرونو کې شامل دی . جنرال رحمن زیاته کړه په کابل ښار کې امنیتی ځواکونه له هر راز امنیتی ګواښ سره دمقابلې وړتیا لری او ژمن دى چې دکابل نړیوال کنفرانس به دامن په فضا کې ترسره شی . ده په هر راز ستونزو دبریالی کیدو په مقصد دخلکودهمکاری غوښتنه وکړه . او ویې ویل : دوى دستونزې سره دمخامخ کیدو په صورت کې نږدی امنیتی پوستې اویا د119عاجل تیلفون سره اړیکی ونیسی . دملی دفاع وزارت ویندوى جنرال محمد ظاهر عظیمی دکابل دکنفرانس په درشل کې دامنیتی مسئلو په باب دباختر اژانس خبریال ته وویل چې اردو دپولیسو دملاتړ کووونکی په توګه عمل کوی . او دکابل کنفرانس د ډاډمن ترسره کولو په خاطر یې بشپړ تیاری نیولی دی . له بله پلوه دایساف ساحوی زون ار سی سی هم په کابل کې د امنیت دتامین په ځواکونو کې شامل دی . او خپل ریزرفی افراد یې چمتو کړی دی . ځینو خبرځایونو ویلی دی چې لږ تر لږ ه دولس زره امنیتی افراد دکابل کنفرانس په امنیتی پروګرام کې شامل شوی دی . له بله پلوه دکورنیو چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی . ډار اچوونکی دا دافغانستان دخلکو دسولې او پرمختګ دښمنان هلې ځلې کوی چې دانسانی ضد جنیاتونو په ترسره کولو سره دامنیت دګډوډولو سبب شی او یوځل بیا دافغانستان داقتصادی او ټولنیزې ودی او پرمختګ په لاره کې خنډ رامنځته کړی له دې امله دهیواد ټول امنیتی ارګانونه له تاسو دیندارو خلکو سره په نږدی همکاری او هلوځلو سره دکنفرانس د ډاډمن امنیت دتامینولو په برخه کې جدی امنیتی تدبیرونه ونیسی او دهر راز تروریستی پیښو او ګډوډی دمخنیوی لپاره لازمې تیاری لری . له دې امله د ډار اچوونکو د فعالیتونو د کشفولو مخنیوی او بندولو په مقصد له تاسو شریفو او دیندارو خلکو څخه په صمیمانه ډول غوښتنه کوی چې ددغې تاریخی ورځې د ارزښت د رعایتولو په پام کې نیولو سره دامنیتی قوانینو په رعایتولو کې له لازم زغم اوحوصلی څخه استفاده وکړی او دافغانستان دخلکو ددښمنانو دورانکارو فعالیتونو په افشا کولو او دمشکوکو افرادو فعالیتونو او ناپیژندل شویو شیانو سره دمخامخ کیدو په صورت کې د پولیسو له 119 شمیره تیلفون سره چې څلور ویشت ساعته فعال دی اړیکی ونیسۍ او دهیواد له امنیتی ځواکونوسره مرسته وکړی.